د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

د افغانستان او پاکستان پوځي قوماندانانو مستقیمه رابطه ټینګه کړه


د افغانستان او پاکستان د پوځي قوماندانانو تر منځ اړیکې ټینګ شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس او د پاکستان د وسله وال پوځ د اوپراسیون د رییس ترمنځ یوه مستقیمه ټیلفوني رابطه جوړه شوې ده، که د کرښې دواړو خواوو ته کومه پېښه رامنځته کیږي او په تاکتیکي ډول دا ستونزه نه هواریږي، دوی به په ټیلفون سره رابطه کوي او دې مسالې ته به د حل لاره پیدا کوي."

جنرال وزیري زیاته کړه چې پخوا هم د دواړو هېوادو د سرحدي قوماندانو تر منځ دا ډول رابطې وي، خو دا ځل دا اړیکې په لوړه کچه دي.

د پاکستان د پوځ ویاند ډګرجنرال عاصم باجوه وایي، د دې اړیکو پریکړه د یکشنبې په ورځ هغه وخت شوې وه چې د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف په کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.

د پاکستان لوی درستیز وروسته تر دې چې د افغانستان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم په وروستیو کې خبرې وکړې، روانه اوونۍ کابل ته ولاړ.

جنرال باجوه وایي چې د پاکستان او افغانستان د اپوراسیون د رییسانو ترمنځ لومړۍ ټیلفوني خبرې تیره ورځ وشوې.

د افغانستان د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال وزیري د دې اړیکو د ګټو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"که ژمنو ته څوک کلک وي او پېښو ته په رښتونې بڼه نظر وکړي داسې اړیکې ګټه لري او بې ګټې خو ځکه نه دي چې کله د پاکستان له لورې په کونړ یا نورو سیمو کې ډزې کیږي، نو که زموږ د اوپراسیون رییس په همهغه شېبه پاکستاني لورې ته ووایي او د دې ډزو مخه ونیول شي یا مثلاً د داسې نورو پېښو مخه ونیول شي دا بې اغیزې نه دي یعنې ګټه یې شته او بې ګټې نه دي."

په افغانستان کې یو شمېر څیړونکي دا نظر لري چې په پاکستان باندې اعتماد نه شي کیدای، خو د افغانستان ولسمشر وایي چې د هېوادونو تر منځ اړیکې د ګټو پر بنسټ ولاړې وي.

XS
SM
MD
LG