د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

د سید جمال الدین پوهنتونه نږدې ۶۰۰ تنه فارغ شول


د سید جمال الدین افغان پوهنتون له څلورو پوهنځیو څخه نږدې ۶۰۰ تنه فارغ شو خو فارغین له دولت کار غواړي.

د سید جمال الدین افغان پوهنتون رئیس استاد میراحمد حامد ازادي راډیو ته وویل، سږ کال يې له څلورو پوهنځیو نږدې ۶۰۰ تنه فارغ کړل چې په کې یو شمېر نجونې هم شاملې وي.

ښاغلي حامد زیاته کړه:

"د سید جمال الدین افغان پوهنتون له څلورو پوهنځیو ۵۶۴ محصلین فارغ شول، تعلیم او تربیي د پوهنځي له اتو څانګو څخه ۲۰۹ تنه، د شرعیاتو پوهنځي څخه ۱۶۴ تنه، کمپیوټر ساینس نه ۹۸ کسه او له زراعته ۹۴ کسان فارغ شول."

هغه وايي، دوی د ډېرو ستونزو په موجودیت کې بیا هم خپل درسي بهیر په سمه توګه پرمخ بیولی او له پوهنتونه يې څلورمه دوره هم فارغه کړه.

ښاغلي حامد د یاد پوهنتون د ستونزو په اړه زیاته کړه:

"د سید جماالدین پوهنتون برېښنا نه لري،استنادي دېوال یې نشته،یوازې دوه پوهنځیو ته ودانۍ لرو، کمپیوټر ساینس،شرعیات او اقتصاد پوهنځي ودانۍ نه لري چې په خپل وخت سره مو لوړو مقاماتو سره ستونزه شریکه کړې هم ده."

له پوهنتونه فارغ شوي کسان وايي، باید ورته دندې پیدا شي او کومو چې نومرې اخېستي باید په پوهنتون کې ورته د استادۍ دندې ورکړل شي.

یو تن محصل سپین غر جبارزی وايي:

"د تعلیم او تربيی پوهنځي د انګلیسي څانګې څخه فارغ شوم،له دولته غواړم چې فارغو کسانو ته دندې پیدا کړي، پخوا چې کوم کسان فارغ شوي هغوي اوس هم بې دندو ګرځي."

خو د پوهنتون رئیس وايي، وزارت په پوهنتونونو کې نوي شرایط رامنځته کړي چې ښوونکی باید ماسټري ولري:

"د لوړو زده کړو وزارت له خوا نوی قانون راغلی چې د پوهنتونو د استادې لپاره د ماسټرۍ اسناد درلودل شرط دي، خو د کابل پوهنتون استادانو په دې اړه د لوړو زده کړو وزیر په منځګړیتوب ولسمشر خبرې کړې دي او که دغه ستونزه هواره شي نو بیا هغو کسانو ته د استادي دندې ورکول کیږي چې څوک په معیار برابر وي."

په مشرانو جرګه کې د کونړ استازی استاد محمد طیب عطا وايي، هر فارغ شوی کس چې غواړي د ازاد رقابت له لارې دندې ترلاسه کړي دوی به ورسره مرسته وکړي.

ښاغلی عطا زیاتوي:

"زه د ټولو کونړیانو په خدمت کې یم، په نوي بودجه کې مو د سید جمال الدین پوهنتون لپاره ځانګړي هڅې کړي او که هر څوک غواړي چې دندې ترلاسه کړي موږ ورسره همکاري کوو."

فارغین وايي، په تېرو څو کالو کې هم د دوي زیات شمېرملګري فارغ شوي، خو په حکومت کې د خپل منځي اختلافات او د فساد موجودیت له امله یې ډیری بې دندو ګرځي.

راپور: روح الله انوري – کونړ

XS
SM
MD
LG