د "جنبش مدني شهروند" ټولنه وایي، څه موده مخکې د کندز د ښار او اوس مهال د ځینو ولسوالیو د سقوط لامل؛ د حکومت د سیاسي ارادې کمزوري ده.
د دې ټولنې غړو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل؛ سره له دې چې حکومت درې ګونې قواوې او د مخالفینو د ځپلو لپاره کافي ځواکونه لري؛ خو بیاهم په هېواد کې ناامني له یوې نه بلې ته پراخیږي.
په دې مناسبت په جوړې غونډه کې د انتقالي عدالت د ډلې یوه غړي عبدالله احممدي وویل؛ حکومت د امنیت د ټینګښت او د ولسوالیو د سقوط د مخنیوي لپاره؛ هېڅ ډول اقدام نه دی کړی:
"توان لري خو سیاسي اراده نشته، بېلګه یې وروستۍ وژنې دي چې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې وشوې. خو د یوې په هکله هم معلومات ترلاسه نه شول. له دې څرګندیږي چې حکومت په دې برخه کې کمزوری عمل کړی دی."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې خبرونه وایي چې د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ سقوط ته نږدې ده.
له دې وړاندې د هېواد په شمال کې د ناامنیو د زیاتېدو په نتیجه کې؛ د کندز ښار شاوخوا دوه اوونۍ د مخالفینو په ولکه کې و.
امنیتي مسوولین وايي، افغانستان په روانو حالاتو کې په یوه تپل شوي جنګ کې ښکېل دی او په جنګ کې کله پرمختګ او کله په شا تګ کیږي.
دوی دا هم وایي چې د ځواکونو اکمالاتو او تجهیزولو ته هڅې تیزې شوي دي.
د جنبش مدني شهروند ټولنه له حکومته غواړي چې ډیر ژر دې د فاع وزارت؛ د ملي امنیت عمومي ریاست او د لویې څارنوالۍ پستونو ته وړ کسان وګماري.
د دې ټولنې غړي تاکید کوي چې که د حکومت مهم پستونه له سرپرستان خلاص شي؛ پر امینتي وضعیت به مثبت اثر پرېوځي.
د افغان حکومت اجرایي ریاست چارواکي وايي؛ د هېواد امنیت د حکومت په لومړیتوبونو کې دی.
د دې ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل؛ که څه هم په هېواد کې ډاډ من امنیت نشته؛ خو امنیتي ځواکونه پر مخالفینو برلاسي دي:
"حکومت په ټول توان سره د امنیتي وضعیت ښه کولو ته هڅې کوي؛ دا ځواکونه شپه او ورځ دندې اجراء کوي؛ څو خلک سوکاله اوسي. په دې لاره کې قربانۍ هم ورکوي، دا ټولې هڅې د سیاسي ارادي شتون ثابتوي."
د جنبش مدني شهروند ټولنه د حکومته له چارواکو دا هم غواړي چې خپل مینځي اختلافونه دې لیرې؛ کابینه دې بشپړه او د سولې لپاره دې هڅې تیزې کړي.
امنیتي ځواکونه ډاډ ورکوي چې د مخالفینو د ځپلو توان په کې دي.
راپور: خان محمد سیند