د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

هوتي: په سيمه کې ترهګرۍ او سختدريځۍ تر ټولو زيات پښتانه ځپلي


په خېبرپښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند چارواکي وايي چې په سيمه کې ترهګرۍ او سختدريځۍ تر ټولو زيات پښتانه ځپلي او همدا راز يېپر پاکستان او افغانستان غږ کړى چې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ د ځپلو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

دوى دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په پېښور کې هغې غونډې ته وکړې چې د عوامي نېشنل ګوند د جګپوړي غړي او د خېبر پښتونخوا د پخواني مشر وزير بشير احمد بلور د درېيم تلين په مناسبت جوړه شوې وه.

دغه غونډه چې د پېښور په ګورګټرۍ هال کې جوړه شوې وه، د عوامي نېشنل ګوند د يو شمېر مشرانو په ګډون سربېره په کې د خېبر پښتونخوا له بېلابېلو سيمو څخه ددغه ګوند سلګونو غړو ګډون کړى و.

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر او د خېبر پښتونخوا پخواني وزير اعلى امير حيدر خان هوتي غونډې ته د وينا پر مهال ټينګار وکړ چې په سيمه کې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره دې پاکستان و افغانستان ګډې هڅې وکړي.

نوموړي همدا راز وويل چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ خپلمنځي بد اعتمادۍ د دواړو هېوادونو پښتنو ته ډېر زيان رسولى دى.

ښاغلي هوتي زیاته کړه:

"موږ د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غواړو چې په دې وخت کې باید یو پر بل اعتماد وکړي، څو د دهشتګردۍ پر ضد مبارزه بریالی شي، ځکه د نه باور له وجهې پښتنو زیات زیان ولید،که هغه په افغانستان کې اباد پښتون دى او يا په پاکستان کې اباد پښتون دى."

په عين حال کې د عوامي نېشنل ګوند پخواني سناتور افراسياب خټک وويل چې د ترهګرۍ په ضد د عوامي نېشنل ګوند پاليسي سمه وه.

نوموړي همدا راز ټينګار وکړ چې په سيمه کې به ترهګري هغه وخت ختمېږي چې په افغانستان کې جنګ ختم شي:

"اوس وايي چې دهشتګردۍ خلاف جنګ زموږ جنګ دى او ټول وايي چې ښه او بد دهشتګرد نشته، دهشتګرد ټول بد دي. نو دوى خلکو خو به هغه ويل چې دا جنګ زموږ جنګ نه دى. نن تاسو وليدل چې ال پارټيز کنفرانسونه وشو او ټولې پارټۍ دې ځاى ته راغلې.نن هم د دې خبرې ضرورت دى چې پاکستان خپلې پاليسۍ داسې غوره کړي چې په هغې کې د دهشتګردۍ دا مساله حل شي او دا به هله حل کېږي چې په افغانستان کې جنګ بند شي."

همدا شان د عوامي نېشنل ګوند يو بل جګپوړي غړي سردار حسين بابک دغې غونډې ته په وينا کې وويل چې د پاکستان او خېبر پښتونخوا حکومتونه بايد د ترهګرۍ د ځپلو په لړ کې د عوامي نېشنل ګوند پاليسۍ وستايي:

"پکار دا ده چې حکومت پاکستان، حکومت خېبر پښټونخوا نن د دې خبرې اعتراف کړى وى چې د عوامي نېشنل پارټۍ پاليسي د دهشتګردۍ خلاف، دا پرون هم سهې وې او دا نن هم سهي دي."

د يادونې وړ ده چې عوامي نېشنل ګوند جګپوړى غړى او مشر سياستوال بشير احمد بلور د ٢٠١٢میلادي کال د دسمبر په ٢٢مه د تحريک طالبان پاکستان له خوا د پېښور په قصه خوانۍ سيمه کې د يوه ځانمرګي بريد په نتيجه کې د ٨ کسانو سره يوځاى ووژل شو.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG