د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

د بدخشان وردوج او یمګان لاهم له وسله والو مخالفینو سره دي


د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د دوو ولسوالیو وردوج او یمګان د بېرته نیولو پر پلان کار روان دی.

د بدخشان ولایت ویاند احمد نوید فروتن ازادي راډیو ته وویل چې یادې ولسوالۍ د څه باندې دوو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

ښاغلي نوید زیاته کړه چې د عملیاتو د پیل پر مهال به د دې ولسوالیو تر څنګ ګڼې نورې سیمې هم د وسله والو طالبانو څخه تصفیه شي.

ښاغلي فروتن زیاته کړه:

"د دښمن د ځپلو په هدف افغان ګډو ځواکونو سره پر یوه پلان کار کوو څو په دې ولایت کې تصفیوي عملیات پیل کړي چې له لاسه تللې سیمې هم بېرته ونیسو او یو شمېر نورې سیمې هم د دښمن له موجودیت څخه تصفیه کړي."

د بدخشان ولایت ویاند د ژمي موسم د وسله والو طالبانو په وړاندې د تصفیوي عملیاتو د ترسره کولو لپاره ښه موقع وبلله.

هغه زیاته کړه چې د واورې اورښت او د لارې بندېدل به دوی ته د وسله والو طالبانو د ځپلو زمینه برابره کړي.

ښاغلی فروتن وايي:

"د ژمي موسم ډېر ښه وخت دی چې باید تصفیوي عملیات پیل شي، په دې خاطر چې د غرونو او ولسوالیو ارتباطي لارې د واورې د اورښت له امله بندېږي او دښمن نه شي کولای چې له یوې سیمې څخه بلې ته وتښتي."

د بدخشان ولایت ویاند احمد نوید فروتن
د بدخشان ولایت ویاند احمد نوید فروتن

فروتن وویل چې په یاد ولایت کې د کورنیو وسله والو تر څنګ بهرني وسله وال هم فعالیت کوي.

په ورته وخت کې د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري هم د ژمي موسم د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف یوه موقع بولي.

ښاغلي ناجي نظري ازادي راډیو سره په خبرو کې له مرکز کابل او سیمه ییزې ادارې وغوښتل چې په یاد موسم کې د وسله الو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات ژر تر ژره پیل کړي.

ښاغلي ناجي وویل:

"د ژمي موسم ډېر ښه چانس دی د طالبانو د ځپلو په هدف باید دولت پراخ او دوامداره تصفیوي عملیات پیل کړي، زه ډاډه یم چې ډېرې ښې پایلې به ولري، خو که په دې موسم کې تصفیوي عملیات پیل نه شي، نو د هوا په ګرمېدو سره به طالبان برلاسه شي او په دې ولایت کې به امنیتي ستونزې لاهم ډېرې شي."

نوموړي خبرداری ورکړ، که چېري د بدخشان اوسني وضعیت په اړه بې پروايي وشي لیرې به نه وي چې د دې ولایت یو شمېر نورې ولسوالۍ هم سقوط وکړي.

ناجې همداراز زیاتوې چې اوس مهال د دې ولایت د جُرم، تګاب، راغستان، شُهدا، ارغنچخوا، کران و منجان او د بهارک ولسوالیو وضعیت له لوړامنیتي ګواښ سره مخامخ دی.

ناجي زیاته کړه چې د دغه ولایت د جُرم ولسوالۍ د دره یې خستک سیمه د بهرنیو جنګیالیو په مهم مرکز بدل شوی او ګڼ بهرني وسله وال له خپلو کورنیو سره په کې ژوند کوي.

بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت غرنی ولایت دی چې له تاجېکستان، پاکستان او چین سره ګډه پوله لري.

د کارپوهانو په اند، که د دې ولایت اوسني وضعیت ته پر وخت د چارې پاملرنه ونه شي، نو له کبله به یې د شمال او شمال ‌ختیځ ولایتونو امنیت هم له امنیتي ګواښ سره مخامخ شي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG