د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

نیویارک ټایمز په بګرام کې د ناټو د ۶سرتېرو پر وژلو تبصرې کړي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو د پرونې ځان وژونکې حملې یادونه کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

په دې برید کې چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو تر ټولو لوې پوځي اډې ته نزدې وشو، د ناټو ۶ سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ورځپاڼه لیکي:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې برید مسولیت منلی او وايي چې حمله کوونکي چې هغه هم ذبیح الله نومیده، سیمه څارله او د فرصت په پیدا کولو سره يې برید ترسره کړ.

ورځپاڼه زیاتوي، دا د اګسټ له ۲۲مې نېټې راپدیخوا په کابل کې پر بهرنیو قراردادیانو له شوي برید وروسته تر ټولو لویه حمله ده چې پر ناټو ځواکونو کیږي.

د اګست د دوویشتمې په برید کې درې امریکايي قراردادیان وژل شوي وو.

انډیپنډنټ برتانوي ورځپاڼې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده او لیکي چې طالبان زموږ د سترګو پر وړاندې هلمند ولایت نیسي.

ورځپاڼه لیکي:

په داسې حال کې چې سوريي ته د پوځیانو د استولو په اړه خبرې او بحثونه کیږي باید په پام کې ونیسو چې دې کار موږ په افغانستان کې کوم ځای ته ورسولو.

انډیپنډنټ لیکي:

د افغان ځواکونو لپاره د ناهیلي حالات دې حد ته رسیدلی چې د هلمند مرستیال والي چې کله غوښتل په هلمند کې د طالبانو د پرمختګ په اړه ولسمشر اشرف غني خبر کړي نو هغه دا کار د فسبوک له لارې وکړ.د هلمند مرستیال والي ویلي هغه پرته له دې ولسمشر ته د رسیدو بله چاره نه درلوده.

د مطلب لیکوال وايي:

په داسې حال کې چې د نړۍ پام سوريي،عراق وضیعت او اروپا ته د داعش ګواښونو ته اوښتی د افغانستان جګړه له یاده ویستل شوې ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

د افغانستان د نیولو لپاره د طالبانو کمپاین د لویدیځو هېوادنو لپاره یوه فرعي موضوع ګرځیدلې ده ځکه غربیان اوس داعش تر طالبانو زیات سخت دریځه ګڼي.

د مقالي لیکونکی وايي، دا باید د هغو څلور نیم سوه بریتانوي سرتیرو د کورنیو لپاره دردونکي وي چې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۴ پورې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د دغو سرتیرو کورنۍ به پوښتنه کوي چې ایا د دوي د عزیزانو قرباني بې ګټه وه.

انډیپنډنټ لیکي:

د وژل شوو بریتانوي سرتیرو کورنۍ به دا هم ښايي یاد کړي چې کله په ۲۰۱۴ کال وروستۍ بریتانوي محارب سرتیري له افغانستانه ووت نو د دفاع وزیر مایکل فالن ویلي وو: هغوي په سرلوړی له افغانستان څخه ووځي.

فالن دا هم ویلي وو چې د سرتیرو دا منظم انتقال د پرمختګ څرګندویه ده او افغانستان به بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي.

خو انډیپنډنټ لیکي:

اوس چې اټکل کیږي طالبانو د افغانستان یو شمیر زیاتې سیمې نیولي ،د برتانيي ددفاع د وزیر دا څرګندونې خندونکي ښکاري.

XS
SM
MD
LG