د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۹

د سوریې په ګڼ مېشتو سیمو کې د خوشه یي بمونو ۲۰ حملې شوي


د بشري حقونو د څارنې سازمان [هیومن رایټس واچ] خبر داری ورکړی چې په سوریه کې د مسکو او دمشق د ګډو پوځي عملیاتو له پيل راهیسې، له زیاتو خوشه یي یا کلسټر بمونو کار اخیستل شوی دی.

د سوریې او روسیې حکومتونو نېږدې درې میاشتې مخکې د بشارالاسد د رژیم د مخالفو وسله والو پر ضد ګډ عملیات پیل کړل.

د جګړې د نړیوالو تړونونو پر اساس، له کلسټر بمونو کار اخیستل منع دی. دې سازمان له نیویارکه په خپل رپوټ کې پرون دوشنبې وویل چې د سوریې په ګڼ مېشتو سیمو کې یې د خوشه یي بمونو د ۲۰ حملو په اړه اسناد راغونډ کړي دي.

د دې سازمان یوه چارواکي اولې سولوانګ پرون وویل چې په دې حملو کې د ۱۷ کوچنیانو په ګډون، لږ تر لږه ۳۵ ملکي کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپيان شوي دي.

که څه هم سوریې او روسیې دا نړېوال تړون نه دی لاسلیک کړی خو د بشري حقونو د څارنې نړېوال سازمان، له دې بمونو کار اخیستل پر نړېوالو قوانینو تېری ګڼي.

اولې سولوانګ زیاته کړه:

"په ګڼ مېشتو سیمو کې له داسې وسلو یا چاودېدونکو توکو کار اخیستل غیر قانوني کار دی ان که چا د دې موادو د مخنیوي تړون نه وي لاسلیک کړی، د دې بمونو په کارولو د جګړې پر نړیوالو قوانینو تېری کوي."

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان دې چارواکي زیاته کړه چې په سوریه کې ملکي وګړي د مسکو او دمشق د دې ګډو پوځي عملیاتو بیه پرې کوي.

اولې سولوانګ بیا وايي:

"د خوشه یي بمونو اصلي ستونزه دا ده چې د ملکي او پوځي اهدافو توپیر نه شي کولای، کله چې پر یوې پراخې سیمې وغورځول شي، ملکي زخمیانولی یا وژلی شي. زیات شمېر یې په ابتدا کې انفجار نه کوي چې د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته هم ملکي خلکو ته خطر پېښوي."

د روسیې حکومت د ډسمبر په اوومه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې هغه پرېکړه لیک ته چې د کلسټر یا خوشه یي بمونو پر کارولو يې د نړیوال بندیز غوښتنه کوله، مخالفه رأیه ورکړه.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان رپوټ وايي چې په وروستیو اوونیو کې، په سوریه کې له دې ډول بمونو زیات کار اخیستل کېږي چې ښايي د روسیې جنګي الوتکې یې غورځوي او دا امکان هم شته چې روسیې د بشارالاسد رژیم ته ورکړي وي.

دا سازمان وايي چې دوی په زغرده د روسیې یا سوریې حکومت نه شي په ګوته کولای چې له دې بمونو يې کار اخیستی خو هغه اسناد چې دوی راغونډ کړي په دې مسئله کې د دواړو لورو دخالت ثابتوي.

د دې سازمان رپوټ وايي، د کلسټر یا خوشه یي بمونو د حملو نښې په هغو سیمو کې لیدل شوي چې د بشار الاسد د رژیم د مخالفو ملیشو تر کنټرول لاندې دي.

دې سازمان ته څرګنده شوې چې ټول هغه خوشه یي بمونه چې په سوریه کې کارول شوي د پخواني شوروي او روسیې ساخت دي.

XS
SM
MD
LG