وال ستریت ژورنال
وال ستریت ژورنال ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، د امریکا ځانګړي ځواکونه یو ځل بیا د افغانستان نا کرار ولایت ته داخل شوي دي.
د ورځپاڼې په باور د دې سربیره چې د امریکا او نړیوالې ټولنې پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسېدلی دی، امریکا او بریتانیا لږ تر لږه څلور پوځي واحدونه په هلمند کې ځای پر ځای کړي دي ترڅو له افغان ځواکونو سره د طالبانو پر ضد په جګړه کې مرسته وکړي.
وال ستریت ژورنال زیاتوي، په تېر یوه کال کې طالبانو لږ تر لږه د هلمند څلور ولسوالۍ نیولي دي او ان د لښکرګاه تر ورونو رسېدلي دي. د ورځپاڼې په وینا په تېرو ۱۲ میاشتو کې د هلمند په جګړو کې لږ تر لږه دوه زره افغان سرتېرې وژل شوي دي.
وال ستریت ژورنال په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په وینا لیکي چې امریکایي ځواکونه دې ته لومړیتوب ورکوي چې لښکرګاه له طالبانو وساتي.
ورځپاڼه وړاندې څرګندوي چې په سپټمبر کې د کندز ښار ته د طالبانو ننوتل یو سترټکان و. امریکایي ځواکونه په هلمند کې وایي چې هلته نوې هڅې د کندز د پېښې په څېر د ورته حادثې د مخنوي په خاطر کېږي.
وال ستریت ژورنال بیا لیکي، د افغانستان په جګړو کې د امریکایي ځواکونو بیا مداخله او د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ په ورته وخت کې خطرناکه دی او ښه بېلګه یې کندز دی چې د طالبانو پر ضد د عملیاتو پر مهال یې هلته پر روغتون بمونه وغورځول او لږ تر لږه ۴۰ تنه په کې ووژل شول.
د وال ستریت ژورنال په وینا هلمند ولایت طالبانو ته ډېر مهم دی، ځکه چې هلته کوکنار کرل کېږي او دا د طالبانو مالي سرچینه ده، نو که طالبان په هلمند کې مات شي د هغوی د مالي سرچینې مخه به ونیول شي.
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان د امنیت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. دې ورځپاڼې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د پوځیانو عملیاتو ته اشاره کړې ده او لیکي چې دغو عملیاتو دې ته لاره هواره کړې ده چې پاکستاني طالبان افغانستان ته مخه کړي او د افغانستان امنیتي وضعیت نور هم پسې خراب کړي.
نیویارک ټایمز د پاکستاني طالبانو د یوه مشر مولانا عبدالعزیز په وینا لیکي چې ویلي یې دي، په پاکستان کې دوی په ډېر سختۍ فعالیت کولای شي نو ځکه مجبوره شوي دي چې له افغان طالبانو سره نېږدې شي او له افغانستانه خپل عملیات تنظیم کړي.
مولانا عبدالعزیز هغه څوک دی چې د اسلام اباد له لال جوماته په بورقه کې تښتېدلی و او د همدې لپاره په مولانا بورقه مشهوره شوی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه د خبریال او څېړونکي سلیم صافي په وینا خبر ورکوي چې پاکستاني طالبانو له پوځي اړخه ماتې خوړلې ده خو د هغوی نظریه نه ده ماته شوې او افراطي نظر یې کولای شي چې یو ځل بیا له یو څه بدلون سره په سیمه کې سر راپورته کړي.