د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۸

"له ترکیې سره اروپا ته د کډوالو د مخنیوي هوکړې اغیز نه دی کړی"


د اروپايي ټولنې په یوه راپور کې ویل شوي دي چې له ترکیې سره اروپا ته د کډوالو د مخنیوي موافقې هیڅ اغیز نه دی کړی.

ترکیې ژمنه کړې چې د اروپايي ټولنې د مالي مرستې په بدل کې به اروپا ته د کډوالو د بهیر مخنیوی کوي.

د اروپايي ټولنې مشران په پام کې لري چې د دې موافقې په اړه د بحث لپاره د ترکیې له صدراعظم احمد داود اوغلو سره وګوري.

د هغه راپور له مخې چې نن د اروپايي ټولنې دوره یي مشر هېواد لوکزامبورګ خپور کړ له ترکیې څخه یونان ته چې د کډوالو اصلي لاره ده د ورځې شاوخوا څلور زره کسان اروپا ته رسیږي.

که څه هم دا د پخوا په پرتله چې له دې لارې به د ورځې له پنځو تر شپږ زره پورې کسان تلل یوڅه کموالی ښيي خو اروپايي ټولنه وايي، له ترکیې سره اروپا ته د کډوالو د مخنیوي موافقې هیڅ راز اغیز نه دی کړی.

په دې راپور کې چې یوه کاپي یې فرانسپرس خبري اژانس ترلاسه کړې همدا راز یادونه شوې چې اوس مهال اروپا ته د تلونکو کډوالو د چارو د څیړنې د یوولسو پلان شویو مرکزونو یوازې دوه فعال دي چې د ټاکلو ۱۶۰ زره کډوالو د ډلې یوازې دوه سوه یې له یونان او ایټالیا څخه د اروپا په نورو هېوادونو کې ځای پرځای کړي دي.

د کډوالو د نړېوال سازمان IOM د راپور له مخې سږکال نژدې یو میلیون کډوال چې ډیری د سوریې له جګړې څخه تښتیدلي اروپا ته رسیدلي دي.

جرمني چې اکثر کډوال هلته د استوګنې هیله لري تیره میاشت وویل چې په مدیترانې سمندرګي کې د هوا د خرابۍ له کبله دې هیواد ته د رسیدلو پناه غوښتونکو په شمیر کې کموالی راغلی.

په پام کې ده چې جرمني او د اروپايي ټولنې نور غړي د اروپايي ټولنې له راروانې سرمشریزې مخکې له ترکیې سره د نوامبر د ۲۹ د موافقې په اړه د بحث لپاره د ترکیې له صدراعظم احمد داوداوغلو سره وګوري.

د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمینځ د شوې موافقې له مخې د اروپايي ټولنې مشرانو له انقرې سره د درې اعشاریه دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د مالي مرستې ژمنه کړې څو د هغو ۲،۲ میلیون کډوالو د ژوند د ښیګڼې لپاره اقدامات وکړي چې د سوریې له جګړې څخه د ترکیې خاورې ته تښتیدلي دي.

ترکیې د دې مرستې په مقابل کې ژمنه کړې چې اروپا ته د روانو کډوالو د شمیر محدودولو او د هغو قاچاقبرانو د ځپلو لپاره به هڅه کوي چې د دې خطرناک مهاجرت له درکه پیسې ګټي.

XS
SM
MD
LG