د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۱

د ټي.ټي.پي پرضد د پاکستان د حکومت اقدامات څومره ګټور وو؟


د پيښور په پوځي ښوونځي باندې د حملې یو کال پوره شو. له ننه یو کال مخکې برید کوونکو په دغه ښوونځي کې ۱۵۱ کسه ووژل.په دوی کې د ۱۳۴ زده کوونکو عمر د ۶-۱۷ کلونو پورې وو.

اسلام اباد دغه برید د ترورېزم په وړاندې خپلې مبارزې کې د بدلون یو ټکی وګاڼه او د یاغیانو په وړاندې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

پاکستان نن د دسمبر ۱۶مه په خاصو مراسمو او عمومي رخصتۍ د هغو ۱۵۱ کسانو د یاد درناوی وکړ چې یو کال مخکې د پیښور پوځي ښوونځي کې ووژل شول.

په وژل شوېو کسانو کې ۱۳۴ تنه د دغه ښوونځي زده کوونکي او نور یې عمله او استادان وو.

تحریک طالبان پاکستان وویل چې په دغه حمله یې د پاکستاني پوځيانو نه خپل غچ واخېست.

له بریده وروسته د پاکستان ټولو ګوندونو د یاغیانو په وړاندې له حکومته د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د پاکستان اردو په شمالي وزیرستان کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړ او هلته یې د یاغیانو په مورچو بمباري هم وکړه.

اسلام آباد د تروریستي جرایمو سزاګانې هم سختې کړې او دغه برید يې د ترورېزم ضد مبارزه کې د بدلون یو ټکی وګاڼه، خپل اساسي قانون یې تعدیل کړ او د ترورېزم د قضیو حل یې پوځي محاکمو ته وسپاره.

خو پوښتنه دا ده چې د تحریک طالبان پاکستان خلاف د حکومت اقدامات څومره موثر وو؟

شمیم شاهد، د پاکستان د سیاسي مسایلو یو کارپوه د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې د هغو ګوندونو خلاف چې د ترورېزم ملاتړ کوي او لا کوټلو اقداماتو ته اړتیا ده.

ښاغلی شاهد وايي:

"پر پوځي ښوونځي له حملې نه وروسته د پاکستان ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو په دولت غږ کړى و چې تاسو د ترهګرو خلاف څومره ممکنه وي عمليات پيل کړئ او په دې کې هغوى د پوره ملاتړ اعلان کړى و چې په نتيجه کې يې د نېشنل اېکشن پلان په نوم يوه منصوبۀ هم جوړه شوه. خو تر اوسه پورې زه په خپله ځاني په دې باندې ډاډه ځکه نه يم چې د ترهګرو مرسته کوونکي که هغه د مذهبي ګوندونو يا د سياسي ګوندونو دي، د هغوى خلاف کوټلي عمليات نه دي شوي."

په پوځي ښوونځي باندې برید کې ۱۳۴ زده کوونکي ووژل شول چې په دوی کې یوه شپږ کلنه زده کوونکې نجلۍ هم شامله وه د نورو وژل شوېو زده کوونکو عمر له ۶- ۱۷ کلونو پورې وو.

فهمیده بي بي چې په دغې پېښه کې یې دوه زامن له لاس ورکړي د ازادي راډیو مشال څانګې ته داسې وویل:

"نه پوهیږمه چې دا څه ګیم دی چې دا په خپله دوی کوي که نور خلک یې کوي. زه یوه مور یم خو زه په خپله دغه ښوونځي ته ورتلای نه شومه. اوس هم نه شم ورتللی؛ شل ځایه مې چیک کوي او شناختي کارډ مې هم ګوري، ښځو ته ښځې ولاړې وي او نارینه وو ته نارینه. نو دا دومره وسلې هلته څنګه ولاړل ؟"

د پیښور په پوځي ښوونځي برید نه یواځې د زده کوونکو او د ښوونځي عمله وو، میندې او خپلوان د غم په ټغر کینول په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو ته یې هم تاوان ورسیده.

افغان کډوالو چې له دغه بریده مخکې یې هم له پاکستاني پولیسو سر ټکاوو له برید وروسته د پولیسو لا زیات ځور او تنګولو سره مخامخ او سلګونه یې له پاکستانه وتلو ته اړ شول چې د دغه برید او افغان کډوالو ترمنځ هیڅ کوم ارتباط ونه موندل شو.

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنري ازادي راډیو ته وویل، د تېرکال په پرتله ډیر افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شول.

دغه اداره وايي، تېرکال ۱۳ زره افغان کډوال خپل هېواد ستانه شوي وو خو د سږکال تر نوامبر میاشتې پورې ۵۶ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغان کډوال وايي، په پوځي ښوونځي برید نه وروسته په کډوالو باندې د پاکستان د حکومت قیودات ډیر شوي نو ځکه دوی غواړي خپل هېواد ته ستانه شي.

د شکیبا په نامه په پیښور کې یوې افغانې کډوالې ازادي راډیو ته وویل:

"زه یوه مور یم او په پیښور کې اوسیږم. دغه برید چې کوچنیان په کې ووژل شول زه یې ډیره غمجنه کړم خو د دغه برید له امله په افغان کډوالو باندې د پاکستاني پولیسو فشارونه هم ډیر شول. کوم کورونه چې کډوال په کې اوسي ټول ثبت او راجسټر شول او پولیس هره میاشت یا دوو میاشتو کې یوځل راځی کورونه ګوري. د موږ د تیلیفونو سیم کارټونه بند شول، په تګ راتګ هم قیودات لګول شوي دي. اوس په پاکستاني ښوونځیو کې د افغان کډوالو د زامنو شمولیت هم سخت شوي دي."

د راشد اکبري په نامه یو بل کډوال وايي، په پوځي ښوونځي برید پیښور کې د افغان کډوالو ژوند بدل کړ:

"زه پیښور کې اوسم . په ښوونځي برید نه وروسته په ښار کې د افغانانو ژوند ډیر ګران شو. تګ راتګ یې محدود شوی. موږ اوس نه شو کولای چې په آسانۍ چېرته ولاړ شو.مخکې موږ افغانستان ته تګ راتګ کولای شوی خو اوس ویزې پاسپورټ او ان د کډوالو د هویت کارټ ته ضرورت دی."

په پوځي ښوونځي برید نه وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې دغه برید په افغانستان کې تنظیم شوی وو او د افغانستان له حکومته یې وغوښتل چې په خپله خاوره کې د پاکستاني یاغیانو خلاف جدي اقدامات وکړي خو افغانستان دغه ادعا رد کړه.

XS
SM
MD
LG