د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د بحران د هواري د هڅو په ترڅ کې په مسکو کې دی او له روسیې غواړي چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې له نړېوال ایتلاف سره ملګرې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري چې له روسي لوړپوړو چارو واکو سره د خبرو لپاره په مسکو کې دی؛ وایي، دی د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه د روسیې له مشرانوسره په خبرو کې واقعي پرمختګونو ته سترګې په لاره دی.
خو د هغه روسي سیال سرګي لاوروف وایي چې تروریزم یواځې سوریه نه بلکه له افغانستانه نیولې د سیمې ډېر نور هېوادونه هم ګواښي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له کري سره له خبرو مخکې په مسکو کې خبریالانو ته وویل:
"د تروریزم مساله یواځې په سوریې پورې محدوده نه ده. څو ورځې مخکې د لیبیا په اړه چې ښکاري هلته هم اوس د داعش فعالیتونه پیل شوي؛ یوه نړېواله غونډه جوړه شوه.
د اسلامي دولت ډله په عراق کې هم فعاله ده. تروریستانو په یمن او افغانستان کې هم ځان ښکاره کړی او زه هیله من یم چې نن به موږ پرټولو دغو مسایلو خبرې وکړو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ کله چې ځواکمن هېوادونه چې له یوبل سره تاریخي اړیکې لري؛ په دې توانیدلي چې یو ګډ دریځ ومومي؛ ګټه یې ټولې نړۍ ته رسیدلې.
جان کری وویل:
"حتی کله هم چې زموږ ترمنځ اختلاف وو؛ موږ توانیدلي یو چې د مشخصو مسایلو په اړه په اغیزمن ډول کار وکړو. روسیې د ایران د اټومي موافقې په اړه خبرو کې د پام وړهمکاري کړې او اوس د سوریې په اړه د ویانا په خبرو کې چې موږ بریالي شو؛ روسیه هم د دغې پروسې د بریالیتوب یوه مهمه مرستندویه وه."
ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به نن ناوخته د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوټین سره هم وګوري.
دغه کتنې د سوریې په اړه د درېیم ځل پلان شویو خبرو دمخه ترسره کېږي.
نیویارک به د ډسمبرپه ۱۸مه د سوریې په اړه د نړۍ د قدرتونو د خبرو کوربه وي؛ خو دا نه ده څرګنده چې ایا دغه غونډه به ترسره شي او هغه اختلافات به چې ظاهراً د سوریې په مساله کې راپورته شوي؛ هوار شي.
د امریکا متحده ایالات او متحدین یې ټینګارکوي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د سیاسي روغې جوړې په ترڅ کې په قدرت کې نه شي پاتې کیدای؛ خو روسیه بیا له دې دریځ سره مخالفه ده او وایي چې په دې اړه باید د سوریې خلک پرېکړه وکړي چې خپل مشروټاکي.
روسیې په دې خبرې هم تاکید کړی چې د اسد د رژیم پوځ تر ټولو اغېزمن ځواک دی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته چې د سوریې او عراق پر ډېرې برخې کنټرول لري؛ ماتې ورکړي.