د روسيې صدراعظم وايي، روسيه د افغان حکومت د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د ترورېزم او مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې يې کوي.
دا خبرې د روسيې صدراعظم دیمتري مدويدېف د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې وکړه.
د افغان حکومت اجراييه ريس عبدالله عبدالله هم پرون په شنګهای کې د دغه کنفرانس ترڅنګ له مدويدېف سره وکتل.
د روسيې صداعظم ويلي د ترورېزم او مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کوي. دا خبرې دميتري مدويدېف د شنګهای همکارۍ سازمان د غونډې پرمهال وکړې.
ده وويل:
"روسيه د افغان حکومت او افغان خلکو ملاتړ کوي چې د سولې، ثبات او د تل پاتې اقتصادي ودې لپاره هڅې کوي تر څو هېواد يې له ترورېزم، مخدره موادو د جنايتونو او نورو ستونزو څخه خلاصی ومومي."
مدوېدېف زیاته کړه چې ترورېزم د شمالي افريقا او منځني ختيځ په هېوادونو کې پر خپرېدونکي ګډوډۍ پايي.
د ده په وينا دا امکان لري چې دغه ستونزې د ترورېزم پر ضد د يوې جبهې په جوړولو دفع کړای شي او نظرياتي اختلافات تر شا پرېښودای شي.
مدوېدېف وويل:
"د شنګهای د همکارېو سازمان توجه د ترورېزم پر وړاندې د نړېوالې ټولنې پر يوځايي جګړه متمرکزه ده. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د مقرراتو سره سم، زموږ هېوادونه د هغو ستونزو حل ته لارې چارې لټوي چې د ۲۰۱۶م څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې به د ترورېزم او افراطيت پر وړاندې د همکارۍ پروګرام ورسره مخامخ وي."
د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې ترڅنګ پرون د افغان حکومت اجراييه ريس عبدالله عبدالله له مدوېدېف سره وکتل.
د افغانستان د حکومت اجرایه ریس عبدالله عبدالله د یوه هیت په مشرۍ د شانګهای د همکاری د سازمان په غونډه کې ګډون کوي او ټاکل شوې ده نن د دې سازمان غونډې ته وینا وکړي.
افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د دې سازمان چې په سيمه کې د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ د پراخیدو په هدف په ۱۹۹۶ کال تاسیس شوی، په غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون کوي.
عبدالله عبدالله د دې سازمان غونډې ته پر وینا سربیره د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره جلا لیدنې کتنې هم ترسره کوي.