د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۱

د داعش ايډيولوژي


د اسلامي دولت ډلې يا داعش د ايډيولوژۍ د شکست لپاره څه کول په کار دي؟

تر اوسه د نړۍ ځواب دې پوښتنې ته دا و چې دغه ډله له پوځي لارې ماته شي؛ خو اساسي ستونزه د دې افراطي ډلې د ايډيالوژۍ ماتول دي. هغه مفکوره چې په زرګونو کسان يې ورته لېوال کړل.

"ډانيل کوهلر" په لوېديځ کې د ګوتو په شمار کسانو څخه دى، چې له سوريې څخه له راستنېدونکو او راستنو شويو داعشيانو سره سر و کار لري.

کوهلر هڅه کوي، دغه راستانه شوي سخت دريځي بېرته عادي ژوند ته ستانه کړي.

دى د جرمني تبعه دى، په ټوله اروپا او شمالي امريکا کې د داعش ډلې له غړو او کورنيو سره کار کوي او د تازه کسانو د جلب و جذب په برخه کې د جهادي ايډيالوژيو له ځواک سره له نژدې اشنا شوى دى.

په داسې حال کې چې داعش ډله په نړۍ کې په يوه مشهوره سخت دريځې ډلې بدله شوې؛ ډانيل کوهلر او څو تنه همکاران يې د داعش ډلې د فعاليت شاهدان دي چې دغه ډله په نړېواله کچه د تازه کسانو د ګمارنې په برخه کې تر نورو ډلو؛ حتى القاعدې مخکې ده.

کوهلر وايي، ټولې سخت دريځې ډلې، نوي غړي په دې شعارونو سره جذبوي چې ګواکې اسلام په خطر کې دى او شرير قوتونه ورباندې حملې کوي او مومنان بايد د دې شرير قوت په وړاندې وجنګېږي.

خو دانيال کوهلر وايي، د داعش ډلې ټولو سخت دريځو غړو دغه وينا عملي کړې ده:

”داعش ډله دغه ډول زياتې ويناوې په عمل کې پياده کوي. دوى په جغرافيايي لحاظ پر زياتو سيمو کنټرول لري.

دوى هڅه کوي د داسې يو دولت په توګه ښکاره شي چې يو عمل کوونکى او بشپړ دى، دوى نور عمده روايتونه هم ورسره ملګري کوي او کوښښ کوي هغو کسانو ته چې له اسلامي دولت ډلې يا داعش سره ملګري کېدو ته لېوال دي؛ دا وښيي چې دا دوى دي چې ټولې هغه ژمنې به عملي کوي چې القاعده او نورې اسلامي سخت دريځې سازمانونه په تېرو وختونو کې د هغو په عملي کېدلو ونه توانېدل."

د کوهلر په خبره، دا هغه پيغام او شعار دى چې دا ډله له ټولنيز او اقتصادي موقف پرته ګڼ کسان جلبوي؛ دا ډله نويو غړو ته دليل ورکوي چې عقيده به يې خوندي وي او هم د استوګنې لپاره يو ځاى ورکول کېږي.

خو هغه سخت دريځي وسله وال چې په خپلو هېوادونو کې جنګیږي؛ داسې يوه مرجع ورپېژندل کېږي؛ بيعت ورڅخه وکړي.

دانيل کوهلر چې په جرمني کې د افراطيت په باب د يوه څېړنيز انسټیټيوت مشر دى؛ له عراق او سوريې څخه د داعش ډلې له لسګونو راستنو شويو غړو سره خبرې کړي او له دې ډلې سره د يوځاى کېدو بېلابېلې انګېزې يې پيدا کړي دي.

په دغو کسانو کې ځينې يې په ټولنه کې د ناوړه حالاتو له درکه خوابدي يا هم مايوسه وو؛ يا هم په خپلو ټولنو کې يې د نژادي تبعيض له کبله ځانونه منزوي احساس کړى او له داعش ډلې سره ملګري شوي دي.

ځينې نور بيا له ماجراګانو سره لېوالتيا لري يا يې هم له هغو کسانو سره مرستې ته لېوالتيا ښوولې چې له خطر سره مخامخ دي.

کوهلر وايي، د داعش ډلې زيات راستانه شوي جنګيالي رواني ستونزې لري:

"د داعش ډلې اکثر جنيګالي چې راستانه شوي؛ شاک يې ليدلى او له رواني ستونزو سره لاس و ګرېوان شوي دي.

تاسې خپله فکر وکړئ که له داعش ډلې سره ملګري واى؛ يا هم په عراق او سوريه کې واى، هغه څه مو ترلاسه کولاى چې تاسو يې غوښتنه درلوده؛ بېرته ستنېدو ته دليل نه پاتې کېده. داعش دا مهال په دې موقف کې نه ده چې د پلان شويو ماموريتونو لپاره خپل جنګيالي ولېږي.

دوى د جنګ په ميدان کې جنيګاليو ته اړتيا لري. دوى دا مهال تر خپلو ولکو لاندې سيمو کې داسې کسان لري."

د کوهلر په خبره داعش ډله د دغسې کسانو په جلب او جذب کې بريالۍ وه؛ په ځانګړې توګه چې د هاليووډ فلمونو غوندې افسانوي کيسې يا هم ماهرانه تاکتيکونه وروښيي.

کوهلر وايي، داعش د هاليووډ د فلمونو يا هم د ويډيو ګېمونو غوندې خپل روايتونه ارائه کوي؛ دغه ډله له ځانه يو ويډيوګېم هم لري.

هغو لنډو ويډيويي کليپونو هم داعش ته د نويو غړو په جلبولو کې مرسته کړې چې په ټويټر او نورو ټولنيزو پاڼو کې خپرې شوي چې د جنګ په ميدانونو کې ثبت شوې دي.

ځينې کتونکي وايي، که داعش ډله ونه کړاى شي د نويو جذب شويو غړو غوښتنې پوره کړي؛ اخر ښايي خپل اعتبار وبايلي.

د داعش ډلې وياند "ابو محمد العدناني" په ٢٠١٣م کال کې ويلي وو؛ د دې ډلې هدف دا دى چې د اسلام له فاتحانو په الهام يو لوى اسلامي خلافت رامنځته کړي.

خو د "دي تلانتيک" خپرونې يوه خبريال "ګريم ووډ" د ٢٠١٥م کال په پيل کې ليکلي وو؛ د هرې مياشتې په تېرېدو سره د داعش ډلې پرمختګ پڅيږي او د نورو سيمو په نيولو کې پاتې راځي.

دى وايي، داعش ډله نن سبا د منځني ختيځ کوم دولت ته چې خلکو ته د سوکالۍ په راوستلو کې پاتې راغلى وي؛ ورته ده، نه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد فاتح دولت ته.

XS
SM
MD
LG