د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

په ضرب عضب عملياتو کې ٣٤٠٠وسله وال او ٤٨٨پاکستاني سرتېري وژل شوي


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې په تېر يو نيم کال کې يې افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملياتو کې غېر معمولي کاميابۍ ترلاسه کړي؛ د ترهګرو ملا يې ماته کړې او د هغوى نېټ يې ورک يې له منځه وړى دى.

دا څرګندونې د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه د شنبې په ورځ پر خپلې ټويټر پاڼې په خپور کړي بيان کې کړي دي.

ښاغلي باجوه دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د روانې مياشت په ١٥مه نېټه په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو يو نيم کاله پوره کېږي.

نوموړى وايي چې د دغه يو نيم کال په موده کې په ضرب عضب عملياتو کې ٣٤٠٠ وسله وال او همداراز ٤٨٨ امنيتي ساتونکي مړه او تر ١٩٠٠ زيات ټپيان شوي او په خبره يې چې په دغو عملياتو کې يې د ترهګرو ٨٣٧ مرکزونه او روزنځايونه هم له منځه وړي دي.

د باجوه په وينا، تراوسه پورې ۱۱ پوځي محکمو ته د "ترهګرو" ۱۴۲ قضيې لېږل شوې چې ۵۵ قضيې پرېکړې ته رسېدلې او ۸۷ نورې تراوسه په محکمه کې دي.

دی وايي، تراوسه پورې دغو پوځي محکمو۳۱ مهمو ترهګرو ته سزا ورکړې ده.

د پوځ وياند همداراز وايي، د تېرو ۱۸ مياشتو په موده کې يې د پټو معلوماتو په بنياد په ټول ملک کې ۱۳۲۰۰ عمليات ترسره کړي چې له امله يې ۱۸۳ مهم ترهګر وژلي او شاوخوا ۲۱ زره نور يې نيولي دي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو تر هغې وروسته د ٢٠١٤م کال د جون په ١٥مه نېټه په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړل چې له تحريک طالبان پاکستان سره يې د سولې خبرې بې نتيجې پاى ته ورسېدې او طالبانو د کراچۍ پر نړېوال هوايي ډګر بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو په ګډون په کې لږ تر لږۀ ٣٠ کسان ووژل شول.

خو دا عمليات تر هغې وروسته تېز شول او د شمالي وزيرستان په ګډون نورو قبايلي سيمو ته هم وغځېدل، چې پاکستاني طالبانو د همدې کال د دسمبر په ١٦مه نېټه په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي وسله وال بريد وکړ او د زده کوونکيو په ګډون يې پکې نزدې ١٥٠ کسان ووژل.

تر دغه بريد وروسته د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د اعدام پر سزا لګېدلى بنديز لرې کړ او همداراز په اساسي قانون کې تر بدلون وروسته يې د ترهګرۍ د مخنيوي او ترهګرو ته د ژر سزا ورکونې په مقصد د دوو کلونولپاره پوځي محکمې هم جوړې کړې.

د يادونې وړ ده چې په شمالي وزيرستان کې لا هم پوځي عمليات دوام لري او د پوځي مقاماتو په وينا؛ د دغه سيمې ٩٠ فيصده برخه يې له وسله والو پاکه کړې او دا مهال يواځې افغان پولې ته په نزدې سيمو کې تصفيوي عمليات روان دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG