د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د ایران لپاره ۲۰۱۶م کال د نویو ننګونو پیل


د ايران او نړۍ د شپږو قدرتونو تر منځ د اټومي مذاکراتو موضوع د ۲۰۱۵م کال د خبرونو په سر ټکو کې راتله. په ۲۰۱۶م کال کې به معلومه شي چې دا موافقه به څه ډول د ايران راتلونکی تغير کړي.

په داسې حال کې چې د فبرورۍ مياشتې په ۲۶مه به ايران کې دوه د لويې کچې انتخابات کيږي او همداراز به د ۲۰۱۶م کال په لومړۍ ربع کې د اټومي موافقې له مخې اقتصادي بنديزونه لېري شي؛ نوی کال به د ايران لپاره ډېر مهم وي.

له دې انتخاباتو څخه په يوه کې به رايې ورکوونکي نوی پارلمان ټاکي. دوهم انتخابات د مجلس خبره ګان لپاره کيږي چې ښايي د ايران د ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه يي ځای ناستی په هغه صورت کې وټاکي چې دی مړ شي.

اوسنی پارلمان په ۲۰۱۲م کال کې ټاکل شوی و او په کې د سخت دريځو محافظه کارو اکثريت دی چې د ولسمشر حسن روحاني ملاتړي دي.

حسن روحاني چې نسبتاً منځ لاری ګڼل کيږي؛ په ۲۰۱۲م کال کې ولسمشر وټاکل شو. د کمپاين پر مهال روحاني د اقتصادي ودې او ټولنيزو اصلاحاتو او له نړېوالې ټولنې سره د ايران د اټومي پروګرام په اړه د کار کولو ژمنې کړي وې.

د ايران سخت دريځو د اټومي پروګرام د مذاکراتو پر مهال تل خپل مخالفت څرګنداوه؛ خو په همدې حال کې يې پر روحاني فشار راوړ چې ايرانيانو ته ټولنيز او کلتوري آزادي ورنه کړي.

که حکومت پلوه او منځ دريځه کانديدان په پارلمان کې څوکۍ وګټي؛ دا به روحاني ته زمينه برابره کړي چې د اقتصادي اصلاحاتو پلانونه پلي کړي او د دوهم ځل لپاره ولسمشرۍ ته د بريالي کېدو امکانات يې زيات شي.

خو حقيقت دا دی چې مذهبي کړۍ د ولسمشر په ټاکل کېدو کې رول لري. په داسې حال کې چې روحاني په خپله هم د دې کړيو غړی دی؛ خو په دې کړیو کې د زياتو سخت دريځو تسلط دی.

دی به بیا هم د هغو سخت دريځو له مخالفت سره مخامخ شي چې د مهمو ادارو چارې پر غاړه لري چې په کې قضايه او اسلامي سپاه پاسداران انقلاب شامل دي.

په "راند کارپوريشن" څېړنيز مرکز کې يو مشر څېړونکی علي رضا نادر فکر نه کوي چې د روحاني د پلويانو لپاره به په راتلونکي کې د ګټې لپاره ځای نه وي.

دی وايي:

اقتصادي تکنوکراتان چې د روحاني ملاتړ کوي؛ يوازې په هغه صورت کې پارلمان ته بريالي کېدای شي چې رژيم ورته د لوی ګواښ په سترګه ونه ګوري."

مجلس خبره ګان به ستر مذهبي مشر انتخابوي او د هغه کار به څاري.

کانديدان د پاسدارانو شورا له ۱۲ غړيو څخه دي چې د دې شورا جوړښت هم د مذهبي مشر تر اغېز لاندې دی. ويل کيږي دغه ادارې تل هغه کسان چې د اصلاحاتو پلوي کوي او يا هم مذهبي مشر ته ډېر وفاداره نه بلل کيږي؛ نا مناسبه ګڼلي.

اوسنی ستر مذهبي مشر ۷۶ کلن دی او د ناتاييد شويو راپورونو له مخې په ۲۰۱۴م کال کې د سرطان تر درملنه لاندې و. که څه هم د آيت الله علي خامنه يي رغتيايي وضعيت شکونه راپورته کړي چې د ده د مړينې په صورت کې به څه کيږي؟ په ځانګړې توګه، که منځ دريځي کسان د مجلس خبره ګان غړي شي؛ ښايي زيات اصلاحات رامنځته شي.

کله چې اټومي موافقه په بشپړه توګه پلي شي؛ اقتصادي بنديزونه به په تدريجي ډول ايسته شي. ايران به کنګل شويو مالي مرستو ته هم لاسرسی ومومي چې تر پنځوس میليارده ډالرو زياته اټکل کيږي. ايران دغه پيسې د صنايعو په پرمختګ کې کارولای او بې کاري کمولای شي.

ايران به د تيلو صادرات هم زیات کړي چې د بنديزونو په پايله کې نيم شوي وو. د ايران د تيلو وزير "بيجان زنګنه" په نومبر کې وويل چې که یو ځل بنديزونه لرې شي؛ تهران پلان لري د ورځې اضافي ۵۰۰،۰۰۰ بېرله تيل صادر کړي.

XS
SM
MD
LG