د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره د دې هېواد د سولې په پروسې کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړى.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه اسيا زړه کنفرانس کې تر ګډون وروسته له ښاغلي راحيل شريف سره وکتل او په يو شمېر موضوعاتو يې ورسره خبرې وکړې.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په همدې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ويلي چې افغان ولسمشر او د پوځ لوى درستيز د ليدنې موضوع د سيمې امنيت او په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې پروسه وه.
خبر پاڼه په دې اړه کاږي:
"ښاغلي راحيل شريف افغان ولسمشر ته د استخباراتي معلوماتو د شريکولو، عملياتي همکارېو او همدا راز د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د دې هېواد د سولې په پروسه کې د بشپرې همکارۍ ډاډ ورکړ.
موږ له افغانستان سره د متقابل احترام او درناوي په بنياد ګډ کار ته ژمن يو. دواړه مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پراختيا زور راوړ او د ترهګرۍ په څېر د ګډ ګواښ د له منځه وړلو لپاره يې د شريک کار کولو ژمنه وکړه."
د افغانستان ولسمشر تر هغې لږه شېبه وروسته له ښاغلي راحيل شريف سره وليدل چې نوموړي د پاکستان له صدراعظم نوازشريف، د چين د بهرنيو چارو وزير او همدا راز د امريکا د بهرنيو چارو د وزير له مرستيال سره وليدل او په ځينو مهمو سيمه ييزو مساېلو يې ورسره خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د اسيا زړه کنفرانس په پاى کې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې له چين، امريکا او پاکستان سره يې د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي او په خبره يې چې ښايي دا پروسه په نږدې راتلونکي کې بېرته پيل شي.
په عين حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز هم دغې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې د اسيا زړه کنفرانس ټولو برخه وال ورته د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې د پروسې د بېرته پيلولو په لړ کې د مرستې ډاډ ورکړى.
ښاغلي راحيل شريف په داسې حال کې د افغانستان ولسمشر ته د سولې د پروسې په ګډون په يو شمېر برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړى چې د اسيا زړه کنفرانس د ډېرى غړيو او ملاتړو هېوادونو استازيو په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د خبرو پر مهال باثباته او سوله ييز افغانستان د سيمې لپاره مهم وباله او دې سره يې د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.
د افغانستان ولسمشر په داسې وخت کې پاکستان ته سفر وکړ او د دې هېواد له سياسي او پوځي چارواکو سره يې وليدل چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بداعتمادي يو څه زياته شوې وه.
د يادونې وړ ده چې د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس او په دې کې د اشرف غني ګډون مهم بولي او په دې باور دي چې ښايي په دې سره به د اسلام اباد او کابل ترمنځ بداعتمادي يو څه ختمه شي.
راپور: ذبيح مومند