د مخدرو موادو پرضد د مبارزې وزارت له دولت او نړېوالې ټولنې غواړي چې د کوکنارو د کښت او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې پراخې کړي.
که څه هم د کوکنارو د کښت په اړه د مخدرو موادو پرضد د مبارزې وزارتوروستی راپور ښيي چې د هېواد په کچه په دې کښت کې نولس فیصده کموالی راغلی؛ خو سږ کال په شمالي ولایتونو کې د کوکنارو کر زیات شوی دی.
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي؛ دا روښانه نه کړه چې د شمال په کومو ولایتونو کې کوکنار زیات کرل شوي او د څه دلیل له مخې. خو تاکید یې وکړ چې په اړه مبارزه پراخه شي.
مېرمن عظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کوکنارو د کښت او مخدره موادو د تولید په اړه د راپور د خپرېدو پر مهال وویل چې نړېواله ټولنه باید په دې مبارزه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي:
"هیله منده یم چې نړېواله ټولنه د ستونزې نړېوال اهمیت ته په کتو سره؛ د مخدرومواد د کراو تولید د مخنیوي لپاره زیاته توجه وکړي. د افغانستان اسلامي دولت هوډ لري چې په دې مبارزه کې هېڅ ډول هڅه ونه سپموي."
د دې په خبره په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو څه باندې یو لکو اته ویشت زره کیلو ګرامه مخدر مواد ضبط کړي چې چرس په کې اتیا فیصده؛ هیرویین دوه دېرش، مورفین پنځه ویشت او تریاک په کې څوارلس فیصده دي.
له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیرې په دې مبارزه کې د امنیتي ځواکونو او خلکو هڅې وستایلي او هیله یې وکړه چې په دې برخه کې نوره مرسته هم وشي.
په عین وخت کې د ملګرو ملتو سازمان د مخدرو موادو او جرایمو پرضد د مبارزې د څانګې استازي؛ "انډرې اویسټین" دغه اقدامات وستایل او په دې برخه کې یې د لا تخنیکي مرستو ژمنه وکړه.
"موږ به د یو. این. او. ډي. سي، له لارې د مخدرو موادو له وزارت سره څېړنیزو او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړو."
دا په داسې حال کې ده چې د ځینو بهرنیو موسسو په راپورونو کې؛ افغانستان د مخدروموادو د لویو تولیدونکو هېوادونو په لست کې شمېرل شوی دی.
پخوا تردې د افغانستان جمهور رییس اشرف غني ویلي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو تولید، یوه نړېواله ستونزه ده او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په کار ده چې په دې مبارزه کې د افغانستان هراړخیز ملاتړ وکړي.
بل خوا د شفافیت د څار سازمان ویلي چې وسله وال مخالفین ترډېره ځایه خپلې مالي سرچینې له مخدره موادو تمویلوي او حکومت ته په کار ده چې د دغې پدېدې پر وړاندې مبارزه جدي کړي.
راپور: خان محمد سیند