د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د داعش حضور په افغانستان کې


ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه په یوه مطلب کې لیکي، د اسلامي دولت ډلې وسله والو د افغانستان په ختیځ کې یو شمېر سیمې نیولي او غواړي په سیمه کې له پاکستان سره په پوله یوه نوي ولایت کې د خپل خلافت په بڼه واکمني ایجاد کړي.

ټایمز لیکي:

تر۱۶۰۰ وسله والو چې د اسلامي دولت ډلې ته یې بیعت کړی، د جلال اباد جنوب پلو د څلورو ولسوالیو په ډیرو سیمو خپله ولکه ټینګه کړې او هاغه ډول بې رحمانه اعمالو ته یې مخه کړې چې دغې ډلې په سوریې او عراق کې ترسره کړي یعنې په عام محضر کې د سرونو پرې کول، بهرنیانو ته چې افغانستان ته ځي د اسلامي سختو اصولو زده کړه او باج اخیستل.

د ټایمز په وینا د دغې ډلې د ځینو تر ټولو بې رحمه اعمالو فلمونه اخیستل شوي او انلاین خپاره شوي هم دي.

ټایمز وړاندې لیکي:

د دغو جهادیانو له ویرې په لسګونو زره کلیوال له خپلو سیمو تښتیدلي او افغان پوځ هم هره ورځ له دې ډلې سره په جګړه کې ښکیل دی چې نورو سیمو ته یې د فعالیت د خپریدا مخه ونیسي.

ډیلي ټیلګراف:

CIA هغه افغان ملیشه تمویل کړې چې د ملکي وګړو په وژنه تورنه ده، ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې د خوست د ساتنې په نوم ځواک ته کتنه کړې او لیکي:

دغه ځواک چې د ملکیانو پروژنې او د بندیانو پرشکنجې تورن دی، د امریکا د استخباراتو ادارې CIA د طالبانو او القاعده په وړاندې پټه جګړه کې تمویل او مجهزکړی دی.

لیکوال لیکي:

د خوست د ساتنې ځواک شاوخوا څلور زره وسله وال غړي لري او له پاکستان سره په پوله په دې ولایت کې چې د سخت دریځو د تاوتریخوالي یو مرکز ګڼل کیږي فعالیت کوي.

د ډیلي ټیلیګراف په وینا که څه هم د امریکا ولسمشربارک اوباما په افغانستان کې د امریکا جنګي ماموریت ختم اعلان کړی خوCIAتر اوسه خپل نیابتي ځواک په وسلو سمبالوي.

د ډیلي ټیلګراف په لیکنه، د دغه ځواک هرغړي ته د میاشتې ۴۰۰ ډالر تنخوا چی د افغانستان د امنیتي ځواکونو د یوه عادي غړي نژدې دوه برابره ده، ورکول کیږي او هم د CIAمامورین یې له جزوتام سره ملګرتیا کوي او په اغیزمن ډول په عملیاتو کې هغوی ته هدایت ورکوي.

خو د ورځپاڼې په وینا دغه وسله وال د ملګروملتونواو هم د واشنګټن پوست د څیړنې له مخې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي.

XS
SM
MD
LG