د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۹

ولسمشر غني اروپا ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وباله


ولسمشر اشرف غني د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ټینګول مهم بولي او وایي چې د حکومت له پیل راهیسې یې دې هدف ته د رسېدو هڅې پیلکړي دي.

اشرف غني په همدې مقصد تېره اونۍ څلورو اروپایي هېوادونو فرانسې، جرمني، ایټالیا او سویډن ته سفر وکړ او د دوشنبې په ورځ یې د خپل دغه سفر، د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

ده وویل، د یادو هېوادونو له چارواکو سره یې د افغانستان پر امنیتي، اقتصادي، تجارتي، پراختیايي او داسې نورو مواردو خبرې کړي او د هغوی د مرستو ژمنې یې اخیستي دي:

"د جرمني اقتصادي همکاري تردوه زره شلم پورې، درې سوه دېرش میلیونه یورو ده.

د ایتالیا پنځه سوه عسکر به د هرات په هوايي ډګر کې پاتې شي. په دې برخه کې توافق وشو چې پانګونه پرې وشي.

سویډن لومړی هېواد دی چې د تحول د لسیزې لپاره یې له افغانستان سره تر راتلونکو لسو کلونو پورې؛ د یو میلیارډ یورو د مرستې ژمنه وکړه."

ښاغلي غني وویل، د دې هیوادونو له مشرانو سره یې په بېلابېلو ناستو کې؛ د هېواد پرمختګونه او ستونزې هم مطرح کړي چې د یادو هېوادونو مشرانو تایید کړی او په هره برخه کې یې دا هېواد؛ د مرستو او همکارۍ مستحق ګڼلی دی.

نوموړي وویل، په فرانسه کې د چاپیریال ساتنې په نړېوال کنفرانس کې د پرمختللو هېوادونو مشرانو وویل چې د سلو میلیارده ډالرو په ظرفیت يې د اقتصادي همکاریو یوصندق جوړ کړی چې د افغانستان په څېر اړ هېوادونه به یې له مرستو ګټه پورته کړي.

ښاغلي غني دا هم وویل، د کومو مالي مرستو ژمنې چې له افغانستان سره شوي د لګښت ډېر واک به يې د افغان حکومت په اختیار کې وي.

جمهور ريیس غني دا هم وویل، د دې هېوادونو له مشرانو سره یې د افغان کډوالو پرستونزو هم خبرې کړي او له هېڅ چارواکي سره یې د افغان کډوالو د کډوالۍ د حقونو د سلبولو موافقه نه ده کړې:

"زه هېڅ هېواد ته نه وم تللی چې د افغان کډوالو د حقونو د سلبولو موافقه لاسلیک کړم. خو اروپايي هېوادونه په وېره کې دي، قوانین یې د بدلون په حال کې دي او اجتماعي تړون یې په خپل اند له ګواښْ سره مخ دی. نو زموږ هېوادوال باید وپوهیږي چې شرایط سخت دي."

ولسمشر غني وویل چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره دوامداره هڅې کوي څو خلک په ځانګړي توګه ځوانان؛ د اروپا خطرناکو سفرونو ته زړه ښه نه کړي.

که څه هم د هېواد دننه د ملي وحدت حکومت د فعالیتونو او ناوړه اقتصادي او امنیتي وضعیت او بې کارۍ په اړه شکایتونه کیږي؛ خو ولسمشر له دې وړاندې ویلي چې په دې برخه کې اوږد مهاله پروګرامونه لري؛ خو خلک باید حکومت ته وخت ورکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG