د افغانستان جمهور رییس وايي چې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې به د افغانستان د ستونزو د حل په هدف واضح غوښتنې ولري.
افغان ولسمشر وايي، د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس د افغانستان په اړه دی او دی به هرومرو په کې برخه واخلي؛ څو په هغو مسایلو واضح پیغام ورکړي چې په کې ستونزې موجودې دي.
محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان د دولت تر منځ اساسي مساله سوله ده او د دې اړتیا لیدل کیږي چې په دې برخه کې اساسي بحث وشي.
"دا کنفرانس د پاکستان کنفرانس نه دی. کنفرانس په اسټانبول کې پيل شو، بیا کابل کې و، بیا قزاقستان کې و، بیان چین کې و، سږ کال پاکستان کې دی او بیا به یوه بل هېواد کې وي.
هغه کنفرانس چې د افغانستان په اړه دی آیا د افغانستان ولسمشر ولاړ نه شي؟ کنفرانس زموږ دی. ټولې دنیا دا غوښتنه کړې ده. یو پس له بله د نړۍ عمدترین استازي راځي. چېرته چې موږ ستونزه لرو باید واضح پیغامونه ولرو. او پس له هغې چې زه راغلم بیا به خبرې وکړم."
جمهور رییس وویل چې موږ حق لرو څو په هره نړېواله غونډه کې د ملي ګټو په اساس له خپلو لومړیتوبونو او ګټو دفاع وکړو.
ښاغلي غني وویل چې افغانستان د پاکستان پر وړاندې ډېر واضح سیاست غوره کړی دی او د دغه سیاست په اړه لومړی نړېواله اجماع رامنځته شوې او اوس وخت د سیمې په کچه هم یوه اجماع د جوړېدو په حال کې ده.
اخوا د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي؛ که څه هم د اسټانبول پروسې له پيل تر اوسه ټاکلي هدفونه ډېر نه دي پوره شوي؛ خو بیا هم هیله شته چې راروان کنفرانس له تروریزم سره د مبارزې او د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه ښه نتیجه ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په اسلام اباد کې به په راروان کنفرانس کې د اسټانبول پروسې څوارلس غړي هېوادونه؛ اولس ملاتړي هېوادونه او یوولس نړېوال سازمانونه له تروریزم سره د مبارزې او د سیمې د نښلېدو په اړه خبرې وکړي.
اخوا د افغانستان ولسي جرګه بیا وايي چې افغان حکومت باید په دغه کنفرانس کې د تروریستانو د پټنځایونو او تروریزم په له منځه وړلو ټینګار وکړي.
د دې جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید په واضح توګه شته ستونزې بیان کړي او د لاسوهنو د مخنیوي خبره په جدي توګه مطرح کړي:
"د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د افغان حکومت په ګډون سره باید د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو په سر ټینګار وشي او د ټروریزم د تمویل سرچینې اعلان شي. د سولې د درواغو وعدو په نوم باید په افغانستان کې له لاسوهنو څخه په جدي توګه ډډه وکړي."
افغان حکومت په داسې حال کې له یاد کنفرانس نه هر اړخیزه تمه کوي چې د پاکستانۍ ورځپاڼې "ټربیون" په حواله د پاکستان د صدراعظم په ګډون لوړپوړو چارواکو د روانې اوونۍ په پيل کې په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې له افغان حکومت سره په بېلابېلو مسایلو له سره خبرې پيلوي.
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د یاد کنفرانس لپاره له کلکو تیاریو خبره کړې او ویلي یې دي چې هیله ده د اسیا زړه هېوادونو غړي او ملاتړي په کې برخه واخلي.
راپور: صفي الله ستانکزی