د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په پاریس کې د اقلیم د بدلون د کنفرانس ترڅنګ د افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د لیدنې په اړه لیکنه خپره کړې ده.
ورځپاڼه د څیړونکو له خولې وايي چې د دوو ګاونډیو هېوادونو په اړیکو کې د میاشتو ترینګلتیا وروسته دا د اړیکو د رغولو خواته لومړی ګام دی.
په لیکنه ویل شوي چې دا لیدنه د افغانستان د سولې د هغو خبرو اترو لپاره هم ډیره مهمه ده چې پاکستان غواړي منځګړیتوب یې وکړي.
ورځپاڼه د پاکستان د صدراعظم نوازشریف له دفتره د خپرې شوې یوې خبرپاڼې په حواله وايي چې نوازشریف په دې لیدنه کې یو وار بیا ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي:
پاکستان تر دې مخکې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د لومړي دور خبرو اترو کوربه توب کړی وو خو د ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته بل دور خبرې ونه شوې او ورسره په یو وخت وسله والو طالبانو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.
د ورځپاڼې په وینا د وسله والو طالبانو تر منځ اختلافاتو هم دا پوښتنه رامنځ ته کړې چې ایا په افغانستان کې به د سولې خبرې نتیجه ورکړي او کنه؟
د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په وینا د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما له نوازشریف سره په خپله وروستۍ لیدنه کې پر نوموړې فشار راوړۍ چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
پاکستاني چارواکي اعتراف کوي چې پر افغان طالبانو اغیز لري او اوس داسې ښيي چې د افغانستان د حکومت غوښتنو ته یې مثبت ځواب ویلی دی او هڅه کوي چې طالبان د خبرو اترو میز ته راولي.
خو د ورځپاڼې په وینا پاکستان وايي نه شي کولای په دې اړه طالبانو ته لارښونه وکړي.
والسټریټ ژورنال زیاتوي د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي هم تیره میاشت پاکستان په خپل سفر کې ویلي وو چې امریکا او چین خپلو کې دې توافق ته رسیدلي چې د افغانستان د سولې پروسه هر څومره زر چې وي پیل شي.
د نیوزویک مجلې په خپله وروستۍ ګڼه په افغانستان د زړورې ښځې په توګه په افغانستان کې د اوسیدو زیانونو تر سرلیک لاندې لیکنه کړې.
مجلې په دې لیکنه کې د مشرانو جرګې د غړې میرمن روح ګل خیرزاد د ژوند کیسه کړې ده. وايي دا مخکښه افغان میرمن د ۲۰۱۳م کال په اګست میاشت کې تر برید لاندې راغله چې په کې یې یوه نهه کلنه لور او یو ورور ووژل شول او یوه بله لور یې فلج شوه.
خپرونه د روح ګل له خولې وايي چې پر دې هم ۹ مردکي لګیدلي وو، ینه، سږي او پښې یې ټپي شوې وې. دا میرمن د ښځو د حقونو په برخه کې د هڅو له کبله د مرګ په درشل ودریده او څو ورځې په کوما کې وه. اوس ان ددې خپله کورنۍ ورته وايي چې ددې د کارونو له کبله یې ټوله کورنۍ له خطر سره مخ ده.
روح ګل نیوز ویک مجلې ته ویلي، نه شي کولی په یوځای کې ژوند وکړي او باید د امنیتي ګواښونو له کبله هر وخت د خپلو ماشومانو سره یو ځای خپل ځای بدل کړي. نوموړې په ۲۰۱۵ م کال جنوري میاشت کې یو ځل بیا د وسلوالو تر برید لاندې راغله خو د افغان امنیتي ځواکونه تر اوسه هم نه دي توانیدلي بریدکونکي پیدا کړي.
نیوزویک مجله وايي، هغه افغان میرمنې چې غواړي د ځان او نورو ښځو د حقونو لپاره کار وکړي تل په خطر کې وي او روح ګل د همداسې فعالانو یوه بیلګه ده.