د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

عبدالله عبدالله: نواز شریف د ولسمشر غني سره د لیدنې غوښتنه کړې وه


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د پاکستان صدراعظم نواز شریف ولسمشراشرف غني ته بلنه ورکړې چې د پاریس کنفرانس په څنډه کې ورسره وګوري.

ولسمشر غني تیره ورځ د څو اروپایي هېوادونو د سفر په نیت روان شو چې لومړی سفر یې د فرانسې مرکز پاریس ته و.

ټاکل شوې ولسمشر د اقلیم د بدلون په اړه د پاریس په غونډه کې وینا هم وکړي.

وروسته له هغې چې د افغانستان ولسمشر د اقلیمي بدلون په نړېوال کنفرانس کې د ګډون په هدف فرانسې ته ولاړ، د حکومت اجراييه رییس وايي، محمد اشرف غني به د دې کنفرانس په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم سره په دوو اړخیزه غونډه کې لیدنه وکړي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې په پیل کې وویل چې دا لیدنه د نوازشریف په غوښتنې ترسره کیږي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"څو ورځې وړاندې د خیبرپښتونخواعواملي نېشنل پارټي یو پلاوی کابل ته راغلی و، پلاوی د نوازشریف غوښتنه مطرح کړې وه چې د اقلیمي بدلون د کنفرانس په څنډه کې ولسمشر غني ورسره وګوري چې دا غوښتنه منل شوې او احتمال لري چې د نواز شریف له غوښتنې سره سم دوه اړخیز ملاقات ترسره شي."

که څه هم ښاغلي عبدالله ونه ویل چې د افغان ولسمشر او د پاکستان د صدراعظم په دوه اړخیزه ناسته کې به په کومو مسایلو بحث وشي، خو له دې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا یاد ملاقات ته په کتو هیله څرګنده کړې وه چې پاکستان به دا ځل د افغانستان د سولې لپاره په خپلو هڅو کې ژمن او صادق پاتې شي.

د اشرف غني او صدراعظم نوازشریف دغه ملاقات وروسته له هغې کیږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې خړې پړې شوې او افغان چارواکو پر پاکستان تور پورې کړ چې د افغان حکومت مخالفینو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه د افغان حکومت پر ضد د جګړې اعلان کوي.

تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د سیاستوالو یو پلاوی کابل ته راغلی و او له ولسمشر غني سره یې د ملاقات پر مهال د پاکستان د صدراعظم د ملاقات غوښتنه مطرح کړه.

ولسمشر یادې غوښتنې ته لبیک ووایه او تېره شپه د یوه پلاوي په مشري د اقليمي بدلون په نړېوال کنفرانس کې د ګډون په هدف چې د ۱۸۰ هېوادونو مشران په کې ګډون کوي پاریس ته ولاړ.

اجراییه رییس وايي چې د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې به د نړۍ د هوا د ګرموالي د مخنیوي په اړه تاریخي تصمیمونه ونیول شي او هیله یې څرګنده کړه چې په دې برخه د افغانستان په څير هېوادونه سره هم د مرستو ژمنې وشي.

د پلان له مخې افغان ولسمشر به په دې شپږ ورځني سفر کې د دوشبنې په ورځ ناوخته ایټالیا ته، د سه شنبې په ورځ جرمني ته او په پای کې سویډن ته ولاړ شي.

د سیاسي چارو افغان کارپوهان له نوازشریف او د اروپايي هېوادونو له چارواکو سره د ولسمشر غني ملاقاتونه ستونزو ته د حل او مرستې پیدا کولو په برخه کې مهم بولي.

د چارو کارپوه یونس فکور وايي، دا چې د ناټو د وزیرانو غونډه جوړېدونکې دا دا ډول ملاقاتونه ورته ګټور تمامیږي.

ښاغلی فکور زیاتوي:

"له نوازشریف سره په ملاقات کې ولسمشرغني باید په دې مساله ټینګ ودریږي چې سوله لومړۍ له پاکستان او بیا له طالبانو سره وشي او د جرمني له چارواکو سره په دوه اړخیزه غونډه کې د مهاجرینو مساله هم مطرح کړي، همدارنګه له سویډن او نور هېوادونو سره د دې لپاره زیات مهم دی چې ولسمشر د دوی ذهنیت له افغانستان سره مرسته کولو ته چمتو کړي."

هغه د پاکستان له صدراعظم سره د ولسمشرغني ملاقات ته په اشارې سره وویل، پاکستان په دې ډول هڅو سره غواړي له امریکا او نور لویدیځو هېوادونو څخه په دې برخه کې امتیاز ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل ټینګار کړی، که چېرې پاکستان وغواړي د سولې په برخه کې صادقانه همکاري وکړي، په لومړي سره کې باید له تروریستي ډلو سره خپله همکاري پرې کړي او د دې ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG