د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

"د مثبت بدلون لپاره رضاکار اوسه"


د مدني ټولنو یو شمېر غړو د رضاکارانو نړېواله ورځ "د مثبت بدلون لپاره رضاکاره اوسه" تر شعار لاندې په کابل کې ونمانځله.

سوله او امنیت، اقتصادي پرمختګ، ښه راتلوونکی، پاک چاپېریال او ټولنیزه همکاري هغه څه دي چې د رضاکارنه فعالیتونو په تر سره کولو سره هم لاسته راځي.

د مدني ټولنو یو شمېر غړو د یکشنبې په ورځ د رضاکارانو نړېواله ورځ "د مثبت بدلون لپاره رضاکار اوسه" تر شعار لاندې په کابل کې ونمانځله او هیله یې وښودله تر څو داسې یوه ورځ راشي چې د افغانستان ټول خلک رضاکار اوسي.

د دغه فعالانو له ډلې "سمېع دره یي" وايي، که چېري ټول خلک په ځينو برخو کې لاس په کار شي او د حکومت په تمه وه نه اوسي؛ کېدای شي د اوسنیو ستونزو له ډلې د چاپېریال ساتني ستونزه هم هواره شي:

"هیله من یو چې دا ورځ په افغانستان کې د یوه دود په ډول سره پاته شي؛ هغه کار چې د افغانستان خلک یې بې له مزده تر سره کړي او هغه صادقانه او په مینه سره تر سره کړي او د یوه انساني فرهنګ په ډول سره یې د خپل ځان لپاره غوره کړي."

ښاغلي دره یي وايي، رضاکارنه فعالیتونه کولای شي چې له یوې خوا په هېواد کې سوله او امنیت ټینګ کړي او له بل پلوه د ښار د پاکوالې په برخه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

د دغو فعالانو له ډلې ویدا ساغر په دې اړه داسې وویل:

"داوطلبانه کار کول په اخلاقي، سیاسي، په ټولنیزو او حتی مذهبي برخو کې اول او اساسي کار دی."

په افغانستان کې د رضاکارانو نړېواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې اوس هم دغه فرهنګ د هېواد د نورو برخو ترڅنګ د پلازمېني کابل په خلکو کې هم دود نه دی.

تر دې وړاندې کله ـ کله د کابل ښاروالۍ له خوا عمومي حشر تر سره شوی چې د ښار د پاکوالې په برخه کې ګټور ثابت شوی و.

یو شمېر کسان د رضاکاري او حشر د فرهنګ پر دودولو خوښي ښه یې او د هغه پر عملي کېدو باندې ټینګار کوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکي سمیر احمد ازادي راډیو سره خبرو کې په دې اړه وویل:

"باید خپل چاپېریال پاک وساتو باید له خلکو سره مرسته وکړو؛ د خلکو سره مرسته کول ډېر ښه کار دی موږ غواړو چې ځوانان یو بل سره کومک او همکاري وکړي."

تر دې وړاندې هم حکومت ویلي وو چې هېڅ یو کار د خلکو د مرستې او کومک پرته امکان نه لري او خلک هم د اوسني وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ونډه او مسوولیت لري.

د کابل ښاروالۍ او د چاپېریال ساتنې ادارې تل د اعلانونو په خپره ولو او عامه پوهاوي پروګرامونو په پلي کولو سره له خلکو غوښتي چې د ښار او چاپېریال د پاکوالي په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG