د چهارشنبې په شپه خوست کې د لسګونو شاعرانو، لیکوالانو او د فرهنګ د مینه والو په ګډون غزلیز ماښام جوړ شوی وو، یاده ادبي دستوره چې د ولایت مقام په بلنه رابلل شوې وه، شاعرانو په کې خپل کلامونه او د نورو شاعرانو انتخابي غزلې، نظمونه، بیتونه او طنزیه شعرونه واورول.
د مشاعرې په منځ ـ منځ کې یو شمېر ځوانانو په زړه پورې شعرونه د ترنم په انداز وړاندې کړل، چې د ګډونوالو د تاوده هرکلي سره مخامخېدل، همدرانګه د خوست د تیاتر یو شمېر ممثلینو ځنې تمثیلې ټوټې اجراء کړې چې د حاضرینو د موسکا او خندا سبب شوې.
خوست والي حکم خان حبیبي د غزلیز ماښام په پرانېستې وینا کې د پیغاماو احساس په رسولو کې د شعر ژبه تر ټولو اغېزمنه یاده کړه او ويې ویل، هغه څه چې ویناوال او مقررین يې په ساعتونو کې وړاندې کوي، شاعر يې په ډېره بهتره بڼه ولس ته په دوه بېته شعر کې وړاندې کولای شي.
ښاغلي حبیبي وړاندې وویل:
"د شعر په ژبه هغه څه چې ویل کیږي، هغه تر ډېرو ویناوو جالب دي، په شاعرۍ کې یو خاص خوند او الهام پروت وي، زه باور لرم هغه څه چې په قیل او قال کې په ساعتونو، ساعتونو نه ویل کیږي، هغه د شعر او غزل په یو کوچني بیت کې راټولیږي او هغه ولس ته د وطنپالنې او هېواد ساتنې ستره روحیه ورکوي."
د شاعرانو او حاضرینو په استازوالۍ لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار د خوست د ولایت مقام دا نووښت وستایه او غوښتنه يې وکړه چې لږ تر لږه په هرو درېیو میاشتو کې خوستیو شاعرانو او فرهنګیانو ته د دا ډول ادبي او هنري ناستو زمينه برابره شي.
د غزلیز ماښام په درشل کې ګڼو شاعرانو شعرونه واورول، شاعر مطیع الله تراب او طالب منګل خپل- خپل شعرونه ولوستل.
لومړی شعر مطیع الله تراب ولوست:
"په زړګې پاتې وي راځه ورسره
لاس يې ازاد د زورو توره تېره ورسره
لیونی کېږم به اخر، خو لیونتوب نه راځي
ماته د بل د بیرغ سیوري لاندې خوب نه راځي
مهمه نه ده چې غریب یم او که خان یمه زه
خو په دې ویاړمه ملګرو، چې افغان یمه زه
او بیا طالب منګل خپل شعر داسې ولوست:
له تانه بیا هېر شوي دي کاته په دېواله
زه سر وهم کوټه کې دېواله په دېواله
بېګا د بارانه په لمدو زلفو کې ویده وې
راتلې مې د کوټې منځ ته، اوبه په دېواله
کوله به مې هره شپه د ځان څوکیداري
سهار به ومه همدغسې ویده په دېواله."
یوه بل تن زلمي شاعر سرور جان سروي د بنوڅیو په خوږه لهجه د شاهین یو شعر وړاندې کړ چې د غزلیز ماښام ګډونوالو ډېر خوښ کړ:
"ماته به مور په ماشومتوب کې راکولې ژاولې
بیا به ژوولو ته مې څو ورځې ساتلې ژاولې
په یوه اختر کې به يې څوــ څو اخترونه ګډ کړل
مور چې به ګډې وډې راکړلې سنځلې ژاولې
موږ به دعا کړه چې د کلي مسافر راولې
چې مسافر به راغلل مور به پرې شړلې ژاولې
دغه توربور نه دی، دا اوس چې سرخوږی جوړوي
دې څه وخت مخکې په ګاته کې خرڅولې ژاولې."
لاهور عابد د شاعر زاهدشاه انګار یو کلام او رحیم سکندر بیا د درېیو ځوانو شاعرانو د یوې في البدیهه مشاعرې بیتونه په ډېر ښکلې انداز ترنم کړل.
ښاغلي انګار وړاندې خپل شعر داسې ولوست:
"چا ویل سپوږمۍ او ستوري نه ګوري اوس
نه شماري اوس د زنې شنه خالونه
د سیند څپې يې پر زړه نه خوږیږي
هېر يې د پیغلو لوپټې شالونه
د چا د یاد پاسته باران ته ناست وي
څوک پرې د پاسه خپل ټکری ونېسي
خو دی له ځانه وي ډېر لیرې تللی
سترګو ته خپل لاس کې پټکی ونیسي."
د مشاعرې په وروستۍ برخه کې د خوست تکړه ممثل او ترنم ویونکي عزیزالله عزیز د پښتو ژبې د مشهورو سندرغاړو ډاکټر ناشناس فطرت، د قبایلي سیمې مرحوم سندرغاړي رسول بادشاه، وتلي سندرغاړي سردارعلي ټکر او د پښتو موسیقۍ استاد ګل زمان په خوږو غږونو ځیني سندرې وویلې چې شاعرانو او فرهنګیانو د لاسونو په پړقا بدرګه کړ او یوه ښه شېبه يې ګډونوال خوښ وساتل.
راپور: نجیب الله الوخېل