د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

اکلیل حکیمي: اسلام اباد دې د سولې په برخه کې عملي ګامونه واخلي


د افغانستان مالي وزیر له پاکستاني چارواکو سره په اسلام اباد کې تر لیدو وروسته نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ده له صدراعظم نوازشریفه وغوښتل چې د سولې په برخه کې یوازې پر ژمنو تکیه ونه کړي او عملي ګامونه واخلي.

د افغانستان مالي وزیر په کابل کې خبرې غونډې ته نن وویل چې کابل د پاکستان پر ژمنو هغه وخت باور کولی شي چې عملاً دا ژمنې ترسره شي.

اکلیل حکیمي نن په کابل کې د پاکستان له چارواکو سره د خپلو لیدنو - کتنو په اړه خبرې غونډې ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې ده د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره پر دوو موضوعاتو خبرې وکړې؛ یوه یې دا وه چې څرنګه منځنۍ اسیا د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې له پلوه له جنوبي اسیا سره د افغانستان له لارې وتړل شي.

اکلیل حکیمي زیاته کړه چې په ورته وخت کې له طالبانو سره د سولې مساله هم یاده شوه. ده وویل چې د پاکستان صدراعظم ورته ویلي دي چې پاکستان په دې برخه کې مرستو ته چمتو دی؛ خو حکیمي وایي چې ده نوازشریف د دې ژمنې په ځواب کې هغه ته وویل:

"ستاسو له دې نیک نظره چې کوئ یې؛ مننه کوو، خو د افغانستان لورې هیله د سولې په برخه کې دا ده چې د پاکستان له لورې عملي ګامونه واخیستل شي؛ ځکه چې پر دغو عمومي خبرو مخکې هم بحثونه شوي او خبرې شوې دي."

د افغانستان مالي وزیر د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له صدراعظم نوازشریف سره کتلي وو او نواز شریف په دې کتنه کې ویلي وو چې د افغانستان او منیت او ثبات د پاکستان او سیمې په ګټه دی.

د سوداګرۍ په برخه کې نوازشریف وایي چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه باید د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګرۍ میلیارډونو ډالرو ته ورسیږي.

اکلیل حکیمي په پاکستان کې د دواړو هېوادو تر منځ د ګډ اقتصادي کمیسیون په غونډه کې برخه واخیسته او له صدراعظم نوازشریف یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره یې تر ډېره پر دې خبرې وکړې چې څرنګه منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره د افغانستان له لارې له اقتصادي اړخه تړل کېدای شي.

XS
SM
MD
LG