د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

په خوست کې د غنمو د اصلاح شوي تخم وېش پیل شو


د دوشنبې ورځې ناوخته په خوست کې یو شمېر بزګرانو ته د اوړي د کرنې لپاره د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش بهیر پیل شو.

یو شمېر بزګران که له یوې خوا د غنمو اصلاح شوي تخم ته خوښ وو، خو بل لوري ته بیا ځینو د کرنې د سکټور پر چارواکو نیوکه کوله چې یاده اداره تل بزګرانو ته داسې وخت اصلاح شوي تخمونه ورکوي چې د کرنې وخت تېر شوی وي.

د خوست ولایت چارواکي وايي چې یاد ولایت ته د کرنې وزارت له خوا ۱۱۵ متریک ټنه د غنمو تخم ورکړل شوی چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو بزګرانو ته به ووېشل شي.

خوست والي حکم خان حبیبي د غنمو د تخم د وېش په ځای کې ازادي راډیو ته وویل چې حکومت ته د دې تخم یوه ۵۰ کیلويي بوجۍ په څه د پاسه ۱۸۰۰ افغانۍ تمامه شوې، خو بزګرانو ته يې په ۶۰ سلنه تخفیف یانې څه د پاسه ۷۰۰ افغانۍ ورکوي چې یوه بوجۍ غنم په دوه جریبه ځمکه کې کرل کېږي.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

"د خوست لپاره ۱۱۵ متریک ټنه اصلاح شوي چې البته څلور نوعه غنم دي، دهقانانو ته وېشل کېږي، د طرز العمل په اساس باندې یو دهقان ته ۵۰ کیلو يي بورۍ اصلاح شوی تخم ورکول کېږي، البته د دوه جریبه ځمکې لپاره."

بزګران ډېری وخت شکایت کوي چې په ښار کې د غنمو خرڅېدونکي تخمونه ګډوډ دي، نو د ټول پټي فصل په یو ځای نه پخېږي او نه ښه حاصل ورڅخه په لاس راځي، خو د خوست د کرنې رئیس نیاز محمد لعلی وايي چې اصلاح شوي تخمونه د محلي تخمونو په پرتله دوه برابره ډېر حاصلات ورکوي.

ښاغلی لعلی وایي:

"اصلاح شوي تخمونه هم د ساینس په واسطه باندې د مختلفو هارمونونو د تطبیق په واسطه باندې دا تخمونه اصلاح کېږي چې حاصلاتو کې اضافه شي، زه دومره متیقینه یم چې د محلي تخمونو په پرتله اصلاح شوي تخمونه دوه چنده اضافه حاصلات ورکولای شي."

د وزیراخان په نوم د یو بزګري کوپراتیف مشر وايي چې دغه اصلاح شوي تخم تېر کال ښه نتیجه ورکړې او دوی ورته خوشاله دي.

نوموړې د کرنې له ادارې د نورو غله دانو د تخمونو او د کیمیاوي سرو د مرستې غوښتنه کوي.

یو بل سپینږیری بزګر چې دا اصلاح شوی تخم يې ترلاسه کړی له دې کبله د کرنې پر ادارې نیوکه کوي، چې تخمونه د کرنې لپاره په ټاکلي وخت کې نه ورکول کېږي، نو طبعاً بې وخته تخمونه او کرل ښه پیداوار نه ورکوي.

د یادونې وړ ده خوست که څه هم د ښه او مساعد اقلیم او اوبو و هوا له کبله دوه فصلیزې ځمکې لري، خو بیا هم ورڅخه د تمې وړ حاصلات نه ترلاسه کېږي.

د چارو کتونکي اړوندې حکومتي ادارې په یاد ولایت کې د کرنې او مالدارۍ برخې ته په نه پاملرنې تورنوی او وايي، چې دې برخې ته لکه څرنګه چې ښايي توجه نه کېږي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG