د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

فیفا: د نصاب د نه پوره کېدو له امله ځیني قوانین له تصویبه پاتې شوي


د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ولسي جرګې د فعالیتونو په اړه د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا موندنې ښیې چې د نصاب کموالی او له قوانینو سره سیاسي چلند د دې لامل ګرځېدلی څو ځیني قوانین تصویب نه شي.

د دغه بنسټ مسوولانو د یکشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې په شپږو میاشتو کې د ولسي جرګې د غونډو او کمېسیونونو د څارنې نتیجه له رسنیو سره شریکه کړه او یو لړ پیشنهادونه یې هم کړي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا سره له دې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ولسي جرګې د لاسته راوړنو خبره کوي، خو د دغې جرګې ځینو نیمګړتیاوو ته هم اشاره کوي.

دغه بنسټ چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې یې د ولسي جرګې غونډې او کمیسیونونه څارلي و، د خپلو موندنو نتیجه د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره شریکه کړه.

د فیفا یو تن مسوول نعیم اصغري په دغې خبري غونډه کې وویل چې ولسي جرګه په دغو شپږو میاشتو کې نه ده توانېدلې چې زیات شمېر قوانین تصویب کړي.

ښاغلي اصغري زیاته کړه:

"د ځينو قوانینو د نه تصویبېدو یو لامل د نصاب نه پوره کېدل دی. کله هم له ځینو قوانینو سره سیاسي چلند شوی چې دې کار په خپل وخت د قوانینو د تصویبېدو مخه نیولې ده. ځینو قوانینو ډېره موده نیولې چې وروسته بیا په همدې حالت ځنډېدلي پاتې شوي دي."

دغه بنسټ د خپل شپږ میاشتني راپور د وړاندې کولو لپاره د خلاص او ځواب ورکونکي پارلمان تر عنوان لاندې په کابل کې یوه غونډه رابللې وه.

په دغې غونډه کې د مدني ټولنو مسوولینو، سیاسي شخصیتونو او د ولسي جرګې غړو په راتلونکي کې د ستونزو د لیرې کولو په هدف ګډون کړی و.

دغه راپور د تېر کال د کب یا حوت له ۱۶ نېټې نه د روان لمریز کال د سرطان تر پایه پورې او دغه راز د ولسي جرګې یو نیم میاشتنۍ موده رانغاړي.

د دغه بنسټ مسوولین، د لوړو زده کړو د قانون طرحه، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون، د تدارکاتو، د دولتي چارواکو د تنخوا ګانو د تنظیم تعدیل او د اوبو قانون هغه موارد بولي چې د ولسي جرګې د ۱۶ دورې په نهم کال کې ورباندې پرېکړه نه ده شوې.

فیفا وړاندیز وکړ چې د ولسي جرګې د فعالیتونو د ودې لپاره دې په امتیازي ساعتونو کې د وکیلانو پيشنهاد شوي طرحې تعقیب، د داخلي وظایفو اصولو ته پام وشي او د وکیلانو حاضري په منظمه توګه وڅارل شي.

د دغه بنسټ مسوولین همدا راز وایې چې د حکومت او ولسي جرګې تر منځ پروسې باید شفافې شي څو د خلکو پوښتنو ته ځواب ورکړل شي.

په دغې غونډه کې د ولسي جرګې ځینو غړو هم برخه درلوده او د دغې جرګې د فعالیتونو د ودې لپاره یې د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ راپور تایید کړ.

د ولسي جرګې غړې نسیمې نیازۍ په دې اړه وویل:

"دوی ښه ارزیابي کړې ده. هغه مثبتې برخې یې ښې ارزیابي کړي دي. دوی تل له وکیلانو سره له نږدې لیدنې کتنې کړي دي. د کمېسیونو څخه یې لیده کاته کړي دي."

خو مېرمن نیازۍ وایې چې د ولسي جرګې ستونزې او فعالیتونه له هغه څه زیات دي چې د فیفا په راپور کې راغلي دي.

له دې مخکې د ولسي جرګې اداري پلاوي په وار- وار انتقاد کړی دی چې په اکثره مواردو کې وکیلان په عمومي غونډو کې برخه نه اخلي او دا د دې باعث ګرځي چې قوانین په خپل وخت تصویب نه شي.

XS
SM
MD
LG