د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د ولسمشر فرمانونه ولې نه عملي کیږي؟


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک سازمان په خپل وخت د بندیانو د نه خوشې کېدو او د دوی د بند د تخفیف په برخه کې د ولسمشر د فرمان د نه عملي کېدلو لامل د بندي خانو په مدیریتونو کې د وړتیاوو نشتوالی او په هېواد کې د قانون نه حاکمیت ګني.

د دغه سازمان رییس وايي، هغه شکایتونه چې د بندیانو له خوا دوی ته رسیدلي دي، ښيي چې ډېری دغه بندیان د حبس تر پوره کېدلو وروسته هم ډېر کلونه په بندي خانو کې پراته وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف خانو لوی ریاست وايي، ټول هغه بندیان چې د بند موده یې پای ته رسیدلې او یا هم د ولسمشر د فرمان له مخې یې په بند کې کموالی راغلی دی خوشې شوي دي.

د بند تر ټاکلې مودې وروسته په بندیاخانو کې د یو شمېر بندیانو ساتل او د لسګونو دغو بندیانو د بند د کمولو په برخه کې د ولسمشر د فرمان نه عملي کېدل هغه څه دي چې د بشر د حقونو خپلواک سازمان یې اندېښمن کړی دی.

د دغه سازمان په وینا په دې برخه کې لویې ستونزې د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد موجودیت او د بندی خانو ناسم مدیریت دی.

د دغه سازمان ریس لعل ګل لعل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر هغه بندیان چې له دغه سازمان سره یې اړیکې نیولې شکایت لري چې د بند موده یې پای ته رسیدلې خو لا هم په بندیخانو کې دي.

د ښاغلي لعل په خبره یو شمېر بندیانو دغه شان ویلي چې د دوی د بند د بخښنې په برخه کې د ولسمشر فرمانونه هم نه دي عملي شوي.

ښاغلی لعل زیاتوي:

"متاسفانه دغسې ستونزې چې نن موږ په هېواد کې ګورو مهم لاملونه په مربوطه ارګانونو کې د فساد شتون دی.

دوهم د قانون نه حاکمیت، له بده مرغه نظارت هم په هغه ډول چې باید وای، نشته نو همدا لاملونه دي زندانیان تل شکایتونه کوي."

ولسمشرغني درې میاشتې وړاندې په یو فرمان کې دستور ورکړ ترڅو هغه بندیان چې د بند موده یې پای ته رسیدلې ده او لا هم په بندي خانو کې دی خوشې شي چې په دغه فرمان کې د یو شمېر بندیانو د بند د راکمولو په اړه هم ویل شوي وو.

خو له دې سره – سره د افغانستان د بشر د حقونو سازمان له ولسمشر غني غواړي چې د هغو بندیانو د خوشې کولو په برخه کې لاس په کار شي چې د بند موده یې پوره شوې او دغه شان د هېواد په عدلي ادارو او بندي خانو کې بنسټیز اصلاحات راولي.

خو ولې هغه بندیان چې د بند موده یې خلاصه شوې نه دي خوشې شوي؟

ولې د لسګونه بندیانو د بند د بخښنې په برخه کې د ولسمشر فرمان نه دی عملي شوی؟ او یا رېښتیا هم د کارونو دا شان پڅ بهیر د افغانستان په عدلي ادارو کې د فساد د شتون خبرې ته راګرځي؟

دا هغه پوښتنې دي چې باید د افغانستان لوی څارنوالۍ ورته ځواب ووايي خو د بیا، بیا هڅو با وجود چا راسره په دې اړه خبرې ونه کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف خانو د محاکمو د اړیکو ریس وايي، ټول هغه بندیان چې د بند موده یې پای ته رسیدلې ډېر ژر به خوشې شي، خو اړینه ده چې د دوی جرمي اسناد وڅېړل شي.

امیر شاه امیر پور وايي، پخوا به چې د بندیانو د بند موده خلاصه شوه بندي به خوشې شو خو اوس د دې لپاره چې خطرناکه بندیان خوشې نه شي د دوی هویت په جدي ډول کتل کېږي.

ښاغلی امیرپور زیاتوي:

"د دې ترڅنګ چې په فرمان کې اړوند کمیسیونونه کار کوي، مستحق محبوسین تثبیتوي، پخوا داسې و چې ژر به خوشې کېدل، خو اوس جدول کېږي او جمهوري ریاست ته لېږل کېږي چې تر کتنې وروسته د تطبیق په خاطر بیرته جدول موږ ته رالېږل کېږي، دلیل یې دا دی چې په تېره کې ډېر خطرناکه بندیان د ولسمشر د فرمان له مخې خوشې شوي دي او د جګړې جبهې ته تللي دي چې کله جدول د جمهوري ریاست نه راشې موږ فرمانونه تطبیقوو."

ولسمشرغني د هېواد د بندیانو د هویت معلومولو په هدف یو کمیسیون ټاکلی چې دنده یې د بندیانو د جرمي اسنادو کتل دي.

د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف خانو لوی ریاست وايي چې د خطرناکه بندیانو د خوشې کولو به برخه کې به تر دې ورسته بېړه ونه شي.

XS
SM
MD
LG