د امریکا ولسمشر بارک اوباما یو ځل بیا د اسلامي دولت ډلې پر ضد په کلکې مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډله د جګړې په ډګر کې موږ نه شي ماتولی خو د ترورېستي اعمالو له لارې د وېرې خپرولو هڅه کوي.
اوباما دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د مالیزیا په پلازمېنه کوالالامپور کې د خپل نهه ورځني سفر په پای کې وکړې.
هغه د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتینه وغوښتل چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزه کې له نړېوال ایتلاف سره ملګری شي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د یکشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې متحده ایالات به له خپلو نړېوالو شریکانو سره د اسلامي دولت ډلې پر ضد مبارزه کې زړه نا زړه نه شي او ټینګار یې وکړ چې نړۍ پر پاریس یا نورو ځایونو د سخت دریځو حملې نه شي زغملی.
د ترورېستانو د ځپلو لپاره ورته ژمنه اوباما د تېرې جمعې په ورځ د مالي په مرکز کې پر یوه هوټل حملې ته په اشاره هم کړې وه.
ولسمشر اوباما زیاته کړه:
"موږ به د مالي له خلکو سره چې له ترورېستانو د خپل هېواد د پاکولو او د ډېموکراسۍ د پیاوړي کولو لپاره کار کوي، ودرېږو. متحده ایالات به له خپلو متحدینو او شریکانو سره د هغوی په وړاندې مبارزه کې زړه نازړه نه شي چې زموږ اتباع په نښه کوي. موږ به د ترورېستي شبکو د له منځه وړلو کار ته دوام ورکړو. موږ به دغو قاتلانو ته د مصؤن ځایونو د لرلو اجازه ورنه کړو."
اوباما ترکیې او اسیا ته د خپل نهه ورځني سفر په پای کې د مالیزیا په پلازمینه کوالالامپور کې په خپلو څرګندونو کې دغه راز د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتینه وغوښتل چې د امريکا تر مشرۍ لاندې له ائتلاف سره ملګرى شي.
ده وويل، د اسلامي دولت سخت دريځه ډله د يوې روسۍ مسافر وړونکې الوتکې په نسکورولو تورنه ده.
تېره مياشت په هغې پېښه کې ۲۴۰ مسافر ووژل شول.
اوباما په خپلو خبرو کې وويل، پوتين بايد په هغو کسانو پسې لاړ شي چې د روسيې اتباع يې وژلي دي.
اوباما دا څرګندونې بېرته واشنګټن ته له ستنېدو لږ مخکې په مالیزیا کې وکړې.
هغه په دې سفر کې له فلپین او ترکیي څخه هم کتنه وکړه. په ترکیه کې یی د نړۍ د ۲۰ پرمختللو هېوادونو د سرمشریزې په حاشیه کې له پوتین سره وکتل.
اوباما وویل، په داسې حال کې چې روسیې په سوریه کې هوایي بریدونه زیات کړي مسکو پر هغو منځ لارو یا معتدلو وسله والو تمرکز کړی چې د روسیې د ملاتړي د سوریې د ولسمشر بشار اسد پر ضد جنګېږي.
اوباما له روسیې وغوښتل چې په خپل دریځ کې ستراتېژيک بدلون راولي او د اسد له ملاتړه لاس واخلي.
اوباما زیاته کړه، تر هغو پورې چې اسد په واک کې وي په دې هیواد کې به شخړې پای ته ونه رسېږي.
د اسوشیټيډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اسد د رژیم او د وسله والو یاغیانو ترمنځ د جګړو په نتیجه کې چې نږدې پنځه کاله یې دوام وکړ، له امنیتي خلا څخه په استفادې د اسلامي دولت ډلې سر راپورته کړ چې نن ورځ د سوریې او د عراق د خاورو پر ډېره برخه کنټرول لري.
هغې ډلې چې د پاریس د تېرې اوونۍ د حملو چې په نتیجه کې یې ۱۲۹ کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۵۰ نورټپیان شول، مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی.
اوباما زیاته کړه، د اسلامي دولت ډله یا داعش د جګړې په ډګر کې موږ نه شي ماتولی خو دا ډله د ترورېستي اعمالو له لارې د وېرې خپرولو هڅه کوي.