د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

سرنوشت :د کندز د سقوط حقیقت موندل، که حقیقت پټول؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د کندز د سقوط د حقیقیت موندونکي پلاوي د راپور د نتایجو د اعلان په اړه مطالب خپاره کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې د خېلې نننۍ ګنې په سر ـ سر کې د دغه پلاوي د یو رییس امرالله صالح له قوله لیکلي چې دغه راپور په دوه سوو پاڼو کې بشپړ او جمهوري ریاست ته وړاندې شوی دی.

هېواد د تېرې ورځې په کنفرانس کې د ښاغلي صالح په حواله لیکي چې د طالبانو له خوا د کندز د نیول کېدو لامل په کمزوري مدیریت کې نغښتی دی.

هېواد لیکلي چې د کمېسیون دغه رییس ویلي چې ټولې نیمګړتیاوې او کمزورۍ په ریپوټ کې لیکل شوي دي او له ولسمشر یې وغوښتل چې د دغه بې پرې ریپوټ په عملي کولو کې اجرات وکړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې بیا د خپلې نننۍ ګنې سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

سرنوشت لیکلي، د کندز د سقوط حقیقت موندل، که حقیقت پټول؟

د سرنوشت په وینا حقیقت موندونکي کمېسیون د کندز سقوط یوه دسیسه نه ده ګڼلې، بلکې په رهبرۍ کې کمزوري، په جوړښتونو کې خلا او پېچلتیا او له امکاناتو نا سمه ګټه اخیستنه یې د کندز ښار د سقوط لاملونه ګنلي دي.

د سر مقاله لیکوونکي په وینا پر دغه کمېسیون تور و چې راپور یې له دې امله ځنډولی چې له حکومته امتیازات تر لاسه کړي.

د سر مقالې لیکوال لیکي، د ریپوټ له څرنګوالي ښکاري چې اصلي حقیقتونه پټ شوي او ښايي کومه معامله هم شوې وي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه خپله سر مقاله دا ډول پیل کړې ده، ایا د کندز په پېښه کې له امریکا پرته نور ټول ملامت وو؟

ویسا لیکلي چې د پلاوي د یو مشر امراالله صالح له خبرو ښکاري چې یواځې امریکا په دې توطیه کې شامله نه وه، نور له ای.ایس.ای تر ملي امنیت شورا او دفاعي او امنیتي ځواکونو پورې ټول په کې پړه وو.

د ویسا د سر مقاله لیکوونکي په وینا د کندز د سقوط په اړه او بیا وروسته د جګړو د دوام او بیا د بې پولې ډاکټرانو د روغتون تر بمبارۍ پورې د توطیې شک د امریکا پر رول و.

په سر مقاله کې راغلي چې د حقیقت موندونکي پلاوي په راپور کې مهم ټکی دا دی چې په دې پېښه کې امریکا ته برائت ورکړل شوی دی، په داسې حال کې چې په خپله د امریکا د حکومت له لوري د کندز پر روغتون د برید راپور لا نه دی خپور شوی.

ارمان ملي:

ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د کندز حقیقیت موندونکي پلاوي خپل راپور په کتبي ډول د ملي وحدت حکومت ته سپارلی دی او کېدای شي چې د دغه راپور په برابرولو کې سیاسي او سلیقوي ملاحضات هم موجود وي خو حکومت باید راپور ته عملي پاملرنه وکړي او د کمېسیون معقولو وړاندیزونو ته هر کلی ووايي.

د سرمقاله لیکوونکي په وینا دغه راپور باید د نورو کمېسیونونو د راپورنو په شان د ارګ په الماریو کې ونه ساتل شي چې له مودې ورسته یې بیا موږکان تکه ، تکه او تاریخ ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG