د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۹

اشرف غني: طالبان جنوبي اسیا ته د ستونزې د بدلېدو په حال کې دي


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبان چې په افغانستان او پاکستان کې رامنځ ته شوي پدیده وه؛ د ټولې جنوبي اسیا د ستونزې د بدلېدو په حال کې ده او فعالیتونه یې د بنګله دېش په ګډون نورو هېوادونو ته د خپرېدو په حال کې دي.

ولسمشر غني پرون د استانې په نظربایف پوهنتون کې محصلانو ته وینا وکړه.

ده په خپله وینا کې څرګنده کړه چې افغانان له تروریزم سره په مبارزه کې هره ورځ قرباني ورکوي او په دې هېواد کې د تروریزم د قربانیانو شمېر خواشینونکی دی؛ خو دا د افغانانو کورنۍ ستونزه نه ده.

غني وویل چې په افغانستان کې د چین؛ روسیې، ازبکستان، سعودي عربستان، قزاقستان، د شمالي افریقا د هېوادونو او پاکستان وسله وال جنګیږي نو روان تشدد او افراطیت د دې هېواد کورنۍ ستونزه نه ده.

"طالبان په افغانستان او پاکستان کې رامنځ ته شوې پدیده وه؛ اوس د ټولې جنوبي اسیا پر مساله د بدلیدو په حال کې ده چې بنګله دیش او نورو سیمو ته هم خپریږي.

طالبان په افغانستان کې څومره ملاتړ لري؟ پریږده چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او پرېږده چې افغانان انتخاب وکړي. که د افغانستان خلکو رایه ورکړه؛ زه به هم په خوشالي خپل دفتر ورته پریږدم. خو که په کندز کې د دوی وروستیو کارونو وکتل شي؛ متاسفانه تشدد يې هغه حد ته رسولی چې هېڅ ډله به چې په حکومت کې د برخې اخیستلو خوب ویني؛ داسې کار ونه کړي."

ولسمشر غني، له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو وتلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل؛ ولسمشر اوباما له خپل ولس سره له "افغانستانه د عسکرو د ایستلو ژمنه کړې وه؛ خو کله چې يې له تشدد سره په مبارزه کې زموږ فعالیت ته وکتل او ویې لیدل چې موږ تر کومه حده اصولي کار کوو؛ له خپلې ژمنې شاته شو او خپل ولس ته یې تشریح کړه چې افغانستان دا ارزښت لري چې پانګونه ورباندې وشي.

"دا د امریکا له لوري د همکارۍ یو فوق العاده اقدام دی. اروپا هم ورته کار کوي.

تېره اونۍ ۳۱ هېوادونو له موږ سره د پوځي همکارۍ د دوام ژمنه کړې وه او هیله ده چې د راتلونکې اونۍ تر پایه به دا شمېر ۴۰ ته لوړ شي."

ولسمشر غني وویل، د تروریزم او افراطیت پر ضد روانې مبارزې مجبور کړی چې افغانانو ته د هغوی د حقونو د ورکولو لپاره د خپلو پروګرامونو د عملي کولو پر ځای؛ د ولس پر ژغورلو غور زیات کړي.

ولسمشر غني قزاقستان ته تر دوه ورځني سفر وروسته؛ پرون ماخوستن کابل ته ستون شو.

XS
SM
MD
LG