د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

باز خیریه بنسټ په ننګرهار کې له یو شمېر معذورانو سره د مصنوعي لاسونو مرسته وکړه


د باز خيریه بنسټ د خپلو مرستو په دوام کې دا ځل هغو معذورانو ته چې لاسونه يې نشته د پنجشنبې په ورځ د مصنوعي لاسونو مرسته وکړه.

د دې بنسټ مشر او په ختیځه سیمه کې د مشال راډيو خبریال باز محمد عابد وویل چې دا مرسته ورسره په اسټراليا کې د افغانانو د اتحادیې له خوا شوې چې دوی پر مستحقو کسانو توزیع کړل:

"دا لاسوونه په اسټراليا کې د افغانانو ټولنه ده چې مشري يې احمد ماهېر مومند کوي؛ هغوی راستولي دي، مجموعي لګښت يې موږ ته نه دی معلوم؛ خو پنځوس لاسونه یې راليږلي وو چې اوولس په کابل کې توزیع شوي او پاتې لاسوونه دلته شپږویشت کسانو ته چې د ځينو دوه لاسوونه نه وو؛ ورکړل شول."

بل خوا هغو کسانو چې مصنوعي لاسوونه يې په لاس کړل خوښ وو؛ ویل، دا لاسونه به ورسره په ورځني ژوند کې ډېره مرسته وکړي:

یو تن معذرو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"۱- زما نوم مولانور دی. د ثمرخيلو اوسیدونکی یم. په تېر انتقلاب کې بم راباندې الوتی و، لاس مې نشته، زه په یوه لاس دهقاني هم کوم، دا اوس چې موږ ته مصنوعي لاس راکوي؛ دا به له موږ سره ډېر کمک وکړي بیلچه به په سم ډول ونیولی شم.

۲- زما نوم توریالی دی. دې لاسوونو نه خبر شوم چې په لست کې زموږ نوم دی؛ دا به وازمايو له وړاندې نه د دې خلکو نه مننه کوم چې موږ سره يې مرسته کړې ده."

د دې لاسونو د توزیع په مراسمو کې د ننګرهار والي سلیم خان کندزي هم برخه اخیستې وه.

نوموړي له ټولو شتمنو څخه غوښتنه وکړه چې دغه ډول مرستې وکړي:

"پر ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه پر هغو هېوادوالو چې په بهر کې مېشت دي غږ کوم چې دغه ډول د مصنوعي لاسونو او مصنوعي پښو په برخه کې له معذورانو سره مرسته وکړي."

د باز خيریه بنسټ چې له دې وړاندې د خلکو په مالي مرسته مغذورانو ته په سلګونو ویلچرې توزیع کړي دی؛ دا لومړی ځل دی چې له معذورانو سره یې د مصنوعي لاسونو مرسته وکړه.

راپور: ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG