د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۷

په بلوچستان کې یو اورګاډى له پټلۍ اوښتی،١٣ تنه یې وژلي


د بلوچستان په بولان سيمه کې له پنجابه راتلونکى يو اورګاډى د تېز رفتارۍ له امله له پټلۍ اوښتى چې په نتيجه کې يې ۱۳ تنه مړه شوي او تر ۱۵۰ زيات کسان په کې ټپيان شوي دي.

په ټپيانو کې د شاوخوا ۳۰ تنوحالت مرګونى دى چې د درملنې لپاره د هيلوکوپټر په وسيله کوټې ته وړل شوي دي.

د سه شنبې په غرمه د کوټې ښار جنوب لور ته د بولان سيمې په «ابِ ګم» نومې ځاى کې د «جعفر ايکسپريس» په نامه له مساپرو ډک اورګاډى هغه وخت له چلوونکي بې قابو شو، چې بريک يې کار پرېښود او د اورګاډي د مخ برخه او څلور ډبې له پټلۍ ولوېدې او په نتيجه کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پېښې سيمه له کوټې شاوخوا ۸۰ کيلوميټره لرې ده، ځکه نو مرستندويې ډلې او ايمبولانسونه د پېښې ځاى ته په ډېرځنډ ور ورسېدل او مړي ټپيان يې د کوټې روغتونونو ته را انتقال کړل.

د بلوچستان د ملېشه ځواکونو لسګونه سرتېري او دوه هيلوکوپټره هم د پېښې د قربانيانو د را پورته کولو لپاره سيمې ته ورغلل.

دغه اورګاډى له کوټې د پنجاب راولپېنډۍ ښار ته روان وو، چې دا پېښه ور وشوه. د اورګاډي يو مساپر د پېښې په اړه وايي:

"اورګاډى ۱۵ دقيقې د مچ سيمې پر تمځاى ولاړ وو، مخته سوکه سوکه را روان وو، کله چې پر پېچومي ورغى ډېر ګړندى شو، دوى ويل بريک يې کار پرېښوو، پر لومړي پېچومي ډېر تېز تاو شو، پر دويم تر هغه تېز تاو شو، پر درېيم هم ډېر تېز ورغى، پر څلورم پېچومي چې تېز تاو شو، ټولې ډبې يې له پټلۍ واوښتې او پر مځکه را ولوېدې."

د بولان سيمې يوه دولتي چارواکي د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل، چې په روغتون کې يې د ډاکټرانو خصوصاً ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي او روغتيايي اسانتياوو د کمښت له امله ډېرى ټپيان کوټې ته را انتقال کړل، چې وايي، په هغوى کې تر ډېرو د زياتو حالت مرګونى دى.

نوموړى وايي، په پېښه کې د اورګاډي چلوونکى او پوليس سرتېري هم وژل شوي دي:

"تر اوسه پورې چې کره شمېر دى 13 تنه مړه شوي دي او زموږ چې څومره اندازه ده ۲۰۰ ته نژدې کسان ټپيان دي، په هغوى کې چې د کومو کسانو حالت ډېر خراب او مرګونى وو او کوټې ته مو و لېږل، د هغوى شمېر له ۳۰ تر ۳۵ پورې وو."

د پاکستان د اورګاډو مرکزي وزير خواجه سعدرفيق له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د دې پېښې پلټنه به کوي، چې ايا اورګاډى د بريک د کار پرېښوولو له امله له پټلۍ لوېدلى، که کومه بله پېښه ده، ځکه چې په همدې سيمه کې په وار- وار پر اورګاډو بمي بريدونه او ډزې شوې دي، چې مسووليت يې اکثر وسلوالو بلوڅانو پر غاړه اخيستى دى.

د يادونې وړده چې د روانې نومبر د مياشتې پر دوهمه نېټه هم د «جعفر ايکسپريس» پر اورګاډي د مستونګ په دښت سيمه کې بمي حمله شوې وه، چې څلور تنه پکې وژل شوي او يوولس تنه پکې ټپيان شوي وو، چې مسووليت يې د يو بي اې په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه وسلوال سازمان پر غاړه اخيستى وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG