فرانسې د اسلامي دولت ډلې پر اهدافو د سوریې په "رقه" کې چې د دې ډلې قوي سنګر بلل کیږي؛ بمباري وکړه.
د فرانسې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې فرانسوي جنګي الوتکوپه رقه کې شل بمونه وغورځول او د دغې ډلې د وسلو او مهماتو ډیپوګانې او د روزنې یوکمپ یې له منځه یوړل.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر "لاورن فابیوس" په ترکیه کې د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو چې د "جي شل" په نوم هم یادیږي؛ د سرمشریزې په حاشیه کې وویل چې فرانسه له خپل ځانه د دفاع په خاطر اقدام کوي.
هغه زیاته کړه، موږ نشو منلی چې داعش به حمله کوي او موږ به هېڅ نه کو.
د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی؛ وویل چې تراوسه یې د تلفاتو راپورونه نه دي ترلاسه کړي.
د اسلامي دولت پرسخت دریځې ډلې دغه بمبارد وروسته له هغې کیږي چې د پاریس په حملو کې چې دغې ډلې یې مسوولیت اخیستی؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۲ ته اوچت شو. په دغو حملو کې شاوخوا ۳۵۰ کسان ټپیان شوي چې ویل کیږي؛ د شاوخوا نوي ټپیانو حالت خطرناک دی.
دا په مادرید کې د ۲۰۰۴ کال له حملو وروسته په اروپا کې تر ټولو خونړۍ تروریستي حملې وې.
په عین حال کې د عراق د استخباراتو لوړپوړي چارواکي وایي چې له دغې حملې یوه ورځ مخکې یې د داعش پر وړاندې د پوځي نړېوال ایتلاف غړیو ته چې فرانسه یې هم مهمه غړې ده؛ خبرداری ورکړی و چې دغه ډله پرې د حملې نیت لري.
د اسوشیېټډ پرس خبري اژانس د راپورله مخې د عراق د استخباراتو ادارې په یوه استولي یادداشت کې ویلي چې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي د د ایران او روسیې په ګډون د هغه ایتلاف د غړیو هېوادونو پر وړاندې چې د دغې ډلې پرضد په عراق او سوریه کې په جګړه کې ونډه لري؛ د حملې امر ورکړی دی. په دغه خبرداري کې ویل شوي چې دا ډله پلان لري؛ په څو راتلونکو ورځو کې بمونه والوزوي یا نورې حملې ترسره کړي.
په دغه یاد داشت کې عراقي چارواکو په دې اړه چې دغه حمله څه وخت پلان شوې او چیرې، نورجزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو د فرانسې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د فرانسپرس خبري اژانس ته وویل چې د فرانسې استخبارات دا ډول یاد داشتونه هره ورځ او تل ترلاسه کوي.
د امریکا د استخباراتو د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي چې په مشخص ډول د عراق د دغه خبرداري په اړه یې له څرګندونو ډډه کړې؛ ویلي چې دی له دغه ګواښ څخه چې د لویدیځ دولتونو ته شوی خبرنه و اونه پوهیږي چې ایا هغه به دومره جدي ګواښ و چې د پاریس د حملو مخه نیول شوې وای.
د دغې حملې په تړوا د فرانسې پولیسو د هغه کس د نیولو لپاره نړېوال حکم صادر کړی چې ګومان کیږي؛ په بلجیم کې له خپلو دوو وروڼو سره یې د دغې حملې په تنظیمولو کې مرسته کړې ده.
پولیسو وویل چې د بلجیم د اوسېدونکي عبدالسلام صالح د نیولو لټه کوي چې په دغه حمله کې یې لاس درلود او هغه یې خطرناک بللی دی.
د فرانسې پولیسو وروسته له هغې چې د بلجیم پولیسو د دغه مشکوک د نیولو حکم صادر کړ؛ د یکشنبې په ورځ د هغه یو تصویر خپور کړ.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر "برنارد کازینیو" په پاریس کې له خپل بلجیمي سیال سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې دغه حمله چې د جمعې په ورځ پر موږ وشوه؛ له فرانسې بهر په بلجیم کې یوې ډلې تنظیم کړې وه.
د بلجیم چارواکو وویل چې اوه مشکوک کسان یې وروسته له هغې په بروکسل کې ونیول چې دوه موټر چې د بلجیم نمبر پلیټ یې درلود؛ په پاریس کې وموندل شول. ګومان کیږي چې له دواړو موټرو حمله کوونکو کار اخیستی و.
یوه قضایي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی؛ وویل چې ۲۶کلن صالح چې د فرانسي تبعه دی؛ یو موټر حمله کوونکو ته په کرایه ورکړی و.
دغه موټر د باتاکلان د کنسرټونو تالار ته نژدې چې د ترټولو خونړۍ حملې صحنه وه؛ موندل شوی دی.
یوبل حمله کوونکی ۲۹ کلن اسمعیل عرمصطفایي ښودل شوی چې د پاریس په جنوب لوېدیځ لمنه کې اوسېده. هغه له هغې ګوتې په نښه شوی چې د باتاکلان په تالار کې پرې شوې موندل شوې وه.
د جرمني چارواکو وویل، ښایي هغه سړي به هم په دغو حملو کې لاس لاره چې د روانې میاشتې په پیل کې یې وروسته له هغې په جنوبي باوریا ایالت کې ونیو چې په موټر کې یې وسلې او چاوېدونکي مواد وموندل شول.
د سربیا د کورنیو چارو وزارت وویل چې د هغه پاسپورټ خاوند چې د پاریس د ستډیوم په مخ کې د یوه ځانوژونکي د جسد په څنګ کې موندل شوی و؛ د روان کال د اوکتوبر په اومه د دې هېواد د پرېسیوو Presevo په پوله د پناه غوښتونکي په توګه ثبت او راجسټر شوی و.
په عین حال کې په فرانسه کې درې ورځنی ملي ماتم پیل شوی. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند اضطراري حالت اعلان کړی او په ترکیه کې د شلو پر مختللو هېوادونو په سرمشریزه کې یې ګډون لغو کړی دی.
لوکسامبورګ چې په اوس وخت کې د اروپایي اتحادیې دوره یي مشري په غاړه لري؛ اعلان وکړ چې د دې اتحادیې د کورنیو چارو وزیران به د نومبر په شلمه غونډه وکړي او په هغې کې به د دغو حملو په وړاندې د اروپایي هېوادونو اقدامات پیاوړي شي.