په ترکیه کې د ۲۱ بې درکه شویو افغان زلمکو د موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
په انقره کې د افغانستان سفیر ازادي راډیو ته وویل چې دا افغانان شاوخوا څلور میاشتې پخوا د پناه غوښتونکو له یوه کمپه وتښتېدل.
اټکل کېږي چې دا زلمکي به د ۱۲ تر ۱۷ کلونو ترمنځ عمر ولري.
د سږکال په اپریل میاشت کې د ایزمیر ښار په کوڅو کې ۲۱ کم عمره افغانان وموندل شول چې په ترکیه کې د هستوګنې قانوني اسناد یې نه لرل.
دوی د ترکیې له قانون سره سم، چې ترقانوني عمر کشران جلا کمپ ته لېږي، د اشیګلر په نوم کمپ ته واستول شول.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې، دوی د جولای په ۲۳مه د یوه لنډ سفر لپاره له کمپه د وتلو اجازه وغوښته خو بېرته کمپ ته ونه ګرځېدل.
په انقره کې د افغانستان سفیرامان الله جیحون تاییدوي چې ۲۱ افغان زلمکي له کمپه تښتېدلي او د هغو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
«د افغانستان ۲۱ تنه ماشومان چې ویل کېږي ترقانوني عمر کشران دي، د جون او جولای په میاشتو کې له یوه کمپ یا لاګره تښتېدلي او یا ورک شوي دي. کله چې دوی له لاګره وتښتېدل، معنا یې دا ده چې بل ځای تللي. دوی غواړي اروپا او نورو مهاجر منونکو هېوادونو ته لاړ شي.»
دا خبر روانه اوونۍ د ترکیې په رسنیو کې خپور شو او په تېرو دوو ورځو کې لا ډېر منعکس شو چې د ترکیې څارنوالۍ وویل:
«د ۲۱ افغان زلمکو د موندلو لپاره هڅې پراخې شوي او غواړي چې له دغو ماشومانو څخه د هر ډول ناوړه استفادې مخه ونیسي.»
د ترکیې (خبرتُرک) ورځپاڼې ویلي چې ځیني فعالان انتقاد کوي چې هسي نه داعش دا ماشومان خپلې جګړې ته جذب کړي او یا د انسان د بدن د غړیو قاچاقبرانو ته په لاس ورشي.
په ترکیه کې د افغانستان سفیر هم ورته اندېښنه لري، وايي:
«دا تشویشونه شته. څو میاشتې پخوا یوه کورنۍ وه چې د انسان د بدن قاچاقبرو د بلغاریا او ترکیې ترمنځ یوه څنګله ته وړې وه. هغوی یې ووژل او د بدن غړي یې ترې یووړل.»
اکثره افغانان اروپا ته د تګ لپاره ترکیې ته ځانونه رسوي. هغوی وروسته نه پوهېږي چې قاچاقبر ورسره څه کوي. په سلګونو اوبو وړي او یو شمېر هم د انساني غړیو د قاچاقبرو په لومه کې ایسار شوي دي.