د افغان حکومت اجرایه رییس وايي، چې د ترهګرو ډلو سره د جنګ ترڅنګ یې د سولې دروازې هم پرانیستي پرییښي چې که څوک سولې ته غاړه کیږدي.
اجرایه ریس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې حکومت یې د هغو هېوادونو هڅوته په نیک نظر ګوري چې په افغانستان کې د سولې ټینګیدو لپاره صادقانه هڅې کوي.
د ملي وحدت حکومت اجرایه ریس وايي چې د افغانستان اکثریت وګړي د سولې غوښتونکي دي او حکومت هم د خلکو امنیت د ټینګښت ترڅنګ د خبرواترو لپاره هم دروازې پرانیستي پریښي دي.
عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره د ځينو هېوادونو صادقانه هڅو ته ښه راغلاست وايي او سولې ته د رسیدو لپاره به له هرډول امکاناتو استفاده وکړي؛هغه په دې اړه د کوم هیواد نوم وا نه خیست:
"که له یوې خوا موږ ځان مسول ګڼو، چې د افغان ولس او هېواد امنیت د تامین لپاره هلې ځلې وکړو او ورته دوام ورکړو له بلې خوا د سولې خبرو دروازه هم پرانیستي ده که څوک وغواړي چې له دې فرصته ګټه واخلي موږ ورته چمتوالۍ لرو."
ښاغلی عبدالله وايي چې اوس هم ځيني خلک شته چې قدرت ته د رسیدو وسیله جنګ بولي خو هغه وايي چې دا کم شمېرکسان دي.
دا څرګندونې داسې وخت کیږي چې په دې وروستیو کې وسله وال طالبان په دوه بېلو ډلو وویشل شوي او داسې اندیښنې موجودې دي چې دا کار به د خبرو اترو پروسه له ستونزو سره مخ کړي.
د کارپوهانو باور دا دی چې په دغه صورت کې که یوه ډله سولې ته غاړه ږدي بله به بیا مخالفه وي او جنګ به دوام پیدا کړي.
په ورته وخت کې د دې دوه ډلو ترڅنګ د اسلامي دولت ډلې په نامه جنګیالي فعاله شوي او د هېواد په ځينو سیمو کې د افغان حکومت او ملکي کسانو په ضد فعالیتونه کوي.
د افغان حکومت اجرایه ریس عبدالله عبدالله وايي چې دې ډلې د نړۍ او د سیمې هېوادونو اندیښنې راپارولي او په افغانستان کې هم د ګواښ په توګه ورسره چلند کیږي:
"لکه په نورو هېوادونو کې چې داعش اساسي ګواښ دی الحمدالله په افغانستان کې په هغې اندازه نه دی او پرمختګ یې نه دی کړی خو بیا هم یو ګواښ دی چې په نړېواله کچه نادیده نه شي نیول کیدای.
د افغانستان په فضا کې هم هغې ته د ګواښ په نظر کتل کیږي او ورسره چلند کیږي."
له دې وړاندې په ننګرهار، زابل هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو او سیمو کې د داعش وسله والو د شتون راپورونه تایید شوي چې حکومت یې په وړاندې مبارزه پیل کړې ده.
له دې سره دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې داعش ډلې تازه په زابل کې د اوه ملکي وګړو سرونه پرې کړل چې خلکو یې په تړاو په کابل او یو شمېر ولایتونو کې پراخې مظاهرې وکړې.
دوی له حکومته وغوښتل چې د دغې او نورو وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره پاملرنه ډيره کړي.
یوسف خان ځدراڼ