د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۱

روسیه غواړي چې د تاجکستان پر پولو خپل پوځیان ځای پر ځای کړي


که څه هم روسیه د هم ګټو خپلواکو هېوادونو په سرحدونو کې د تروریستي ډلو یو ځای کیدو ته اندیښمنه ده، خو د دې هېواد د یوه جګپوړي چارواکي په وینا د اوس لپاره په ځانګړي توګه د تاجکستان پر سرحد د روسیي ځواکونو د ځای پرځای کیدو مساله په اجنډا کې شامله نه ده.

روسیې او د پخواني شوروي په ساحه راغونډ شویو هېوادو بیا-بیا د منځنۍ اسیا د هېوادو په پولو کې د یاغي مسلمانو وسله والو هڅو ته اندیښنه ښوولې ده.

د روسیې د دفاع وزارت مرستیال یوري بوریسوف تیره میاشت رویټرز اژانس ته ویلي و چې دا پریکړه نه شي ردولی چې روسیي ځواکونه د تاجکستان پولي ته واستول شي. خو نوموړي په ورته وخت کې دا خبره کړې وه چې دا ساتونکي به د تاجکستان- افغانستان د پولي د ساتنې لپاره واستول شي.

بلې خوا ته د پنجشنبې په ورځ د ګډو ګټو د هېوادو د سرحدي خدماتو هماهنګ کوونکي الکساندر مانولیف وویل، داسې طرحه نه شته چې د هغې له مخې روسیي ځواکونه د تاجکستان د پولې د ساتنې لپاره هغهَ هېواد ته واستول شي.

د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریال طاهر سفر وایي چې تاجک چارواکو دا وړاندیز رد کړی دی:

"روسیې بیا بیا د تاجکستان سرحد ته د بیا راتګ خبره یاده کړې ده، خو تاجک چارواکي وایي، د تاجکستان په سرحدونو کې د روسي ساتونکو ته اړتیا نه شته او که چیرته روسیه غواړي د تاجکستان او افغانستان د پولي په امنیت کې همکاري زیاته کړي، نو غوره ده چې د دې پرځای چې خپل پوځیان رالیږي د تاجکستان ځواکونو ته دې تجهیزات ورکړي."

روسیې تر ۲۰۰۵ کال پورې د تاجکستان له چارواکو سره د یوه تړون له مخې د افغانستان د پولي پر اوږدو پوځیان لرل.

د ګډو ګټو هېوادو د سرحدي خدماتو هماهنګ کوونکي الکساندر مانولیف د دغې ټولنې د سرحدي ساتونکو د شورا د غونډې ترڅنګ وویل، اټکل کیږي چې شاوخوا څلورنیم زره ترورستان د افغانستان په شمال کې له سرحد سره راغونډ شوي وي.

د مانولیف په وینا دغو ترورستانو جدي خطر پیدا کړی دی او د تاجکستان او ترکمنستان د پولو په لور د پرمختګ په حال کې دي، نو پکار ده چې مخکې له مخکې یې مخه ونیول شي.

خو خبریال طاهر سفر د روسي چارواکو او راپورونو له مخې وایي، دا ګواښ د اوس لپاره هغومره جدي نه دی چې ترورستي ډلې له افغانستانه، تاجکستان ته لاره وکړي:

"روسیي چارواکو بیا بیا ویلي دي، چې د دې سربیره چې ګڼ شمېر سخت دریځي د اسلامي دولت د ډلې په ګډون د افغانستان او تاجکستان تر پولو ځانونه رسولي دي، خو د تاجکستان دننه د هغوی د نفوذ خطر نه ښکاري، که چیرته دغه کسان د تاجکستان لور ته پرمختګ وکړي، نو بیا روسیه چمتو ده چې له هغوی سره د مبارزې لپاره له تاجکي ځواکونو سره همکاري وکړي."

د اوس لپاره په تاجکستان کې د ۲۰۱ په نوم په پوځي اډه کې شپږ زره روسیي پوځان شته او دوه کاله مخکې تاجکستان له ماسکو سره یو تړون وکړ چې د هغه له مخې په دې اډه کې نور روسیي پوځیان هم کولی شي چې ځای پرځای شي.

XS
SM
MD
LG