په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت مشر وایي په اوسنیو شرایطو کې د سولې خبرو ته د طالبانو چمتو کول یو څه ستونزمن دی، خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې د یو شمېر هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.
جنرال جان کمپبل وایي، د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ټولو طالبانو ته د منلو وړ نه دی او طالبان باید هڅه وکړي چې ځان ته داسې مشر وټاکي چې ټولو ډلو ته یې د منلو وړ وي.
جنرال کمپبل د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبان باید نور د خلکو او امنیتي ځواکونو له وژلو لاس واخلي او سیاسي حل ته غاړه کېږدي.
هغه په دې اړه وویل:
"طالبان باید خپلې رهبرۍ ته داسې کسان راولي چې د دوی ښه استازیتوب وکړي، دا به ډېر وخت ونیسي چې طالبان د سولې میز ته کېنول شي، خو افغانستان، پاکستان، چین، امریکا او یو شمېر نور هېوادونه باید طالبان وهڅوي چې د سولې خبرو ته حاضر شي، خو که چېرې طالبان سره جلا وي دا کار به ستونزمن وي."
کمپبل زیاتوي، طالبانو ډېر نړیوال ځواکونه هم وژلي خو اوس یې جګړه له افغان ځواکونو سره ده او دوی هم په دې برخه کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
له طالبانو څخه جلا شوې ډلې د روانې اوونۍ په پيل کې ځانته نوی مشر وټاکه او له ملا اختر محمد منصور سره یې خپل مخالفت اعلان کړ.
له دې سره سم په زابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو د دوو ډلو تر منځ د جګړې راپورونه هم ورکول شوي دي.
د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د سولې له خبرو پرته د افغان ځواکونو په تجهیز هم ټینګار کوي او وایي چې دوی د افغان هوایي ځواکونو سمبالښت ته ژمن دي.
جنرال جان کمپبل ومنله چې د افغان هوایي ځواکونو په تجهیز کې یې بیړه نه ده کړې، خو ویې ویل راتلونکې میلادي میاشت به افغان ځواکونو ته یوه بم غورځونکې الوتکه ورکړي او په راتلونکو دریو کلونو کې به د افغان هوایي ځواکونو اړتیاوې پوره کړي.
هغه همداراز وویل:
"موږ به په راتلونکې دسمبر میاشت کې افغان هوايي پوځ ته یوه جنګی الوتکه ورکړو، زه نه غواړم د الوتکو کره شمېره مشخصه کړم، خو په راتلونکو دریو کلونو کې به موږ افغان پوځ ته جنګي الوتکې ورکړو، کومه الوتکه چې په راتلونکي دسمبر کې ورکوو، هغه د بمب غورځولو وړتیا هم لري، خو افغان پیلوټان لا هم روزنې ته اړتیا لري او موږ د دوی روزنې ته هم ژمن یو."
جان کمپبل د افغان هوایي ځواک د بشپړولو لپاره د افغان حکومت سیمه ییزې هڅې هم مناسبې وبللې.
کمپبل وویل دا ښه کار دی چې افغانستان له چین، هند او روسیې څخه مرسته غواړي، خو نوموړي د روسیې په مرستو محتاطانه غبرګون وښود او ویې ویل په سوریه کې باید د روسیې اعمالو ته وکتل شي.
څېړونکي بیا وایي، که نړیواله ټولنه له خپل پلان سره سم په راتلونکو دریو کلونو کې له افغان پوځ سره په هوایي برخه کې همکاري وکړي، افغان پوځ به په بشپړه توګه د هېواد د دفاع وړتیا ولري.
راپور - اسدالله لودین