د زابل د والي ویاند وايي، د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځسخته جګړه دوام لري.
ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل؛ جګړه له څو ورځو راپدېخوا په ارغنداب، دای چوپان او خاک افغان ولسوالیو کې روانه ده.
د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو ویاند ملا عبد المنان نیازي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د زابل په درېیو ولسوالیو کې جګړه تایید کړه او د ملا اختر محمد منصور ډله يې تورنه کړه چې د سیمې د استخباراتو ملاتړ ورسره دی.
د طالبانو د داړو ډلو ویندویان وايي په روانه جګړه کې تر اوسه پورې شاوخوا اتیا وسله وال وژل شوي دي.
په همدې حال کې د ملا اختر محمد منصور د ډلې یوه لوړ رتبه قومندان د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي؛ په زابل کې د دوی په خلاف ملا منصور داد لله جنګیږي چې د شاوخوا څلورو سوو ازبک وسله والو ملاتړ ورسره دی.
دغې سرچیني ویلي دا بهرني وسله وال د داعش دي او داعش په زابل کې د منصور دادلله په طرف دي.
خو ملا عبد المنان نیازي دا خبره نه مني او خبرداری يې ورکړی چې په ټول افغانستان کې به د ملا اختر محمد منصور د وسله پلویانو د فعالیت مخه ونیسي.
د ملا عمر د مړیني له تایید وروسته ملا اختر محمد منصور ځان د طالبانو د نوي مشر په توګه اعلان کړ؛ خو د طالبانو د کوټې شورا زیات شمېر غړو له نوموړي سره له بیعت انکار وکړ او په دې ورستیو کې يې ملا محمد رسول د خپل مشر په توګه وټاکه.