د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د حامد کرزي په نوم یو ښوونیز او فرهنګي بنسټ پرانیستل شو


په کابل کې د پخواني جمهور رییس حامد کرزي په نوم یو ښوونیز او فرهنګي بنسټ پرانیستل شو.

پخواني جمهور رییس حامد کرزي په تعلیمي او فرهنګي چارو کې مستحقو افغانانو ته د خدمت او د دغو چارو د پیاوړتیا په خاطر بنسټ جوړ کړ.

پخواني جمهور رییس حامد کرزي چې د خپل وخت کابیني د وزیرانو؛ والیانو، قضا او څارنوالۍ له غړو سره یې د دغه بنسټ په پرانیستغونډه کې برخه اخیستې وه؛ د بنسټ په غیر سیاسي کېدو ټینګار وکړ:

"دا بنسټ غیر سیاسي دی، مطلق غیر سیاسي، دا بنسټ یوازې د افغان ځوانانو د روزنې لپاره دی؛ په دې چې زموږ درد د تعلیم او د لوړو زده کړو درد دی؛ دا چې نن موږ د یوه عادي علاج لپاره بهر ته ځغلو؛ دا چې پردیو ته اړ یو، دا چې د بل په تنخواه ګذاره کوو، دلیل یې دا دی چې موږ تعلیم یافته نه یو؛ هغه پوهه چې باید ویې لرو نه یې لرو."

ښاغلی کرزی وايي، هغه وخت چې دی د جمهوري ریاست په وروستۍ دوره کې و؛ د همداسې یوه بنسټ د جوړېدو وړاندیز ورته شوی و چې په هېواد کې د لوستو کسانو سره مرستندوی اووسي.

ښاغلي کرزي په هېواد کې تکړه بې وزله او بې واسطو کسانو ته د تعلیم او تحصیل برابرول اود سیمنارونو او غونډو له لارې خلکو او نړۍ ته د عالمانو، مشرانو، ادیبانو او د هېواد د مشرانو ورپېژندل د دغه بنسټ دوه مهم هدفونه یاد کړل.

حامد کرزي تېر کال د سپټمبر په ۲۹مه واک جمهور رییس اشرف غني ته پرېښود او ویې ویل چې د یوه خدمتګار په توګه به په هېواد کې دننه له خپلو خلکو سره پاتې او تر خپله وسه به د افغانانو لاسنیوی کوي.

که څه هم د دې بنسټ مدیره هیت تر اوسه نه دی ټاکل شوی؛ خو د حامد کرزي د وخت د ملي امنیت سالاکار رنګین دادفر سپنتا چې تر ډېره د حامد کرزي یو نیږدې همکار ګڼل کېږي؛ وايي چې د خلکو، ملي او نړېوالو بنسټونو له لارې به دا بنسټ د مرستو د جلبولو هڅې وکړي.

هغه وايي چې ځينو هېوادونو، د هېواد دننه یو شمېر پوهنتونونو او سوداګرو ورسره د مرستو او بورسونو ژمنې کړي دي.

د کابل د یو شمېر لیسو زده کونکي وايي؛ په اوسنیو حالاتو کې دوی همداشان مرستو ته په تمه دي؛ تر څو له هېواده وتو ته اړ نه شي.

"۱- نوم مې سید مصور دی، د دولسم ټولګې زده کونکی یم. د دې کار بنسټ اېښودلو تر ټولو ښه ځای همدا افغانستان دی؛ دا لوی کار دی، خدای دې وکړي چې وکولای شي له دې لارې بې وزله خلک تحصیلات بشپړ کړای شي؛ د حامد کرزي دا کار د ستایلو دی.

۲- کنعان یم او زه وایم چې یوازې د یوه حامد کرزي هڅې بسنه نه کوي؛ باید زموږ ټول مشران او هغه هم چې په دولت کې دي؛ همداسې نیک اقدامات وکړي."

د حامد کرزي بنسټ په هېواد کې لومړی بنسټ نه دی؛ بلکې په افغانستان کې د پخوانیو جمهور رییسانو او ځينو قوماندانانو په نامه ډېر بنسټونه فعاله دي.

که څه هم له څو کلونو راهیسې د یو شمېر داسې بنسټونو له فعالیتونو خلک ښې خاطرې نه لري؛ خو ټينګار کوي، هغسې چې د پوهنې بهیر د حامد کرزي په دوره کې پرمختګ وکړ؛ د دې بنسټ له لارې هم دا هدف په عمل کې وساتل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG