د عدالت او پرمختګ ګوند چې په سلو کې ۴۹،۴ رایو ګټلو سره یې د پارلمان د ۵۵۰ کرسیو څخه ۳۱۶ خپلې کړې اوس به په آسانۍ خپل نوی حکومت جوړ کړي.
د فرانسې د خبري آژانس رپوټ وايي چې دغه نتایج په لومړي سر کې د جمهور رییس رجب طیب اردوغان لپاره یوه لویه بریا ګڼل کیږي.
۶۱ کلن اردوغان د خپلو هغو لاجمنو هیلو لپاره هلې ځلې کوي چې غواړي خپله واکمني د امریکا د جمهوري نظام په څېر پیاوړې کړي.
دعدالت او پرمختګ ګوند په تېرو دیارلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د تیرې می میاشتې په انتخاباتو کې په پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ. په هغو انتخاباتو کې د ولس ډیموکراټیک ګوند چې د کردانو پلوی دی د لومړي ځل لپاره پارلمان ته لاره وموندله.
کردان په ترکیه کې تر ټولو لوی اقلیت دی او د دوی د لانجې حل د حکومت لپاره بیاهم یوه لویه ستونزه ده.
د کردانو ګارګر ګوند چې څو کاله یې د هېواد په جنوب ختیځ کې د خودمختارۍ لپاره وسله واله مبارزه کړی ده؛ د دوی او حکومت ترمینځ اوربند په تیرې جولای میاشتې کې مات شو.
د ترکیې جمهور رییس د انتخاباتو د نتایجو له څرګندیدو وروسته په خپلې لومړۍ څرګندونې کې وویل چې رای ورکوونکو د یووالي او تمامیت لار غوره کړه.
دغه راز صدراعظم احمد داوود اوغلو له ټولو ګوندونو وغوښتل چې د یوه شفاف حکومت او ډاډمن انتخاباتي سیسټم لپاره د یونوي قانون په جوړولو کې مرسته وکړي:
"زه له ټولو هغو ګوندونو چې پارلمان ته ننوځي غواړم چې د یوه ډاډمن انتخاباتي سیسټم او شفاف حکومت اوله بیوروکراسي پرته سیاست لپاره یونوی مدني ملي قانون جوړ کړي.
راځئ چې ټول د یوه مدني او آزاد قانون لپاره همکاري او هغه قانون چې له کودتا وروسته رامینځ ته شوی بدل کړو."
خو څارونکو وویل چې د کردانو دلانجې نویو امنیتي اندېښنو او د جهادي ډلو خونړیو بریدونو په پرونیو انتخاباتو کې د اردوان د ګوند حیرانونکې بریا ته لاره اواره کړه.
د فرانسې د خبري آژانس رپوټ وايي چې د تیرې می میاشتې له انتخاباتو وروسته د ترکیې سیاسي وضعیت بدل شو او خلک په قومي او سیمه ییزو بریدونو نور هم سره وویشل شول.
څارونکي وايي، وروسته له دې چې په تېرې جولای میاشتې کې د حکومت او د کردستان د کارګر ګوند ترمینځ د اوربند په ماتېدو سره خونړي بریدونه وشول داسې ښکاري چې خلکو له قومي او کردي ګوندونو مخ واړاوه.
جمهور رییس اردوغان وویل چې د انتخاباتو نتایجو د کردانو کارګر ګوند ته دا مهم پیغام ورساوه چې ظلم او خونریزي له ولسواکي سره یوځای نه شي اوسیدلای.
د ولس ډیموکراټیک ګوند چې د کردانو پلوي ګڼل کیږي؛ په دغو انتخاباتو کې خپل یوڅه ملاتړ له لاسه ورکړ.
نتایجو وښودله چې دغه ګوند یواځې دومره وکړای شول چې په سلو کې د لسو رایو په ګټلو سره په پارلمان کې خپل موجودیت وساتي.
په واشنګټن کې د "ډیفنس اوف ډیموکراسي" د مطالعاتو مرکز د ترکیي چارو یوکارپوه او د ترکیې په پارلمان کې د حکومت یومخالف پخوانی غړی "آیکان ایردیمیر" وايي چې د زورزیاتي څپې واک ته په ستنېدو کې له اردوان سره مرسته وکړه."
هغه وویل چې دعدالت او پراختیا دګوند د نوي حکومت مخې ته لوی کار به دا وي چې څنګه کولای شي؛ له کردانو سره یوه لار ونیسي.