د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

"په ننګرهار کې مهم قراردادونه په پټه یوه شرکت ته ورکړل شوي"


که له یوې خوا د ملي وحدت حکومت په قراردادونو کې د فساد پرضد د مبارزې غږ پورته کړی؛ خو له بلې خوا د یوشمېر قراردادي شرکتونو مسولین وايي؛ لاهم په ننګرهار کې لوی قراردادونه د منصفانه داوطلبی پرته په پټه هغو شرکتونو ته ورکړل شوي چې پخوا يې هم یاد قراردادونه ورسره وو.

د دغو شرکتونو استازي وايي، په دې ولایت کې اقتصادي مافیا دومره غښتلې ده چې د ۳۰۱ سرحدي لوا؛ امنیه قومندانۍ د اعاشوي موادو او د ننګرهار پوهنتون د ډوډۍ قراردادونو د داوطلبۍ اعلان؛ له شرکتونو څخه پټ ساتل شوی دی.

دوی د دې خبرې د ثبوت لپاره هغه ورځپاڼې له ځانه سره راوړې وې چې د اطلاعات او کلتور ریاست په چوکاټ کې په یوه ګڼه دوه ورځپاڼې چاپ شوې وې.

که څه هم د دې ورځپاڼو تاریخونه جدا دي؛ خو په یوه ګڼه دوه ورځپاڼې چاپ شوي؛ په یوه کې اعلان خپور شوی او په بل کې اعلان نه دی خپور شوی.

اسراييل د شفيع زرګر شرکت استازی وايي؛ دوی ته هغه ورځپاڼه ورکړل شوې چې په هغې کې اعلان نه و خپور شوی.

دی وايي، کله چې د شخصي روابطو له لارې خبریږي سرحدي لوا ته ځي هغوی ترې عریضې نه دي اخیستي چې په داوطلبی کې برخه واخلي:

"دغه قراردادونه چې د سرحدي لوا؛ امنیه قومانداني او د ننګرهار پوهنتون دي؛ د دې قرادادونو اعلانونو لپاره دوه اخباره په یوه ګڼه چاپ کړي؛ هغه ګڼه چې اعلان دی په کې؛ هغه يې له ځانه سره پټ ساتلي او موږ ته يې هغه ورځپاڼه راکړه چې د داوطلبی اعلان په کې نه شته.

کله چې موږ خبر شو، اول خو لوا ته چا نه پرېښودو؛ خو بیا کله چې لاړو موږ نه يې عریضې وانه خیستې چې دا صلاحیت قوماندان لري او هغه نشته."

محمد یعقوب چې د ساحل عثمان لوژستیکي شرکت مشر دی هم دا خبره کوي.

نوموړی وايي، په دې داوطلبۍ کې یوازې هغو شرکتونو ته اجازه ورکړل شوي چې د یوه کس پورې اړه لري او پخوا هم ورسره دا قراردادونه وو:

"دغه قراردادونه چې شوي په لوا کې، قوماندانۍ کې یا په پوهنتون کې دا ټول قراردادونه یوه شخص اخیستي کومو شرکتونو ته چې اجازه ورکړل شوې هغه د همدې یوه کس پورې تړلې دي پخوا هم دوی سره و دوی نه غوښتل چې نور شرکتونه په داوطلبی کې برخه واخلي."

د سرحدي لوا مرستیال ذبیح الله قاضي زاده بیا دا تورونه بې بنسټه بولي چې ګوندې دوی د چا عریضه نه ده اخيستې؛ دی وايي، د دې قراردادونو د داوطلبی اعلان يې د ننګرهار په ملي ورځپانه کې خپور کړی او بېرته ورته د اطلاعات او کلتور ریاست د اعلان د خپرېدو ډاډ ورکړی:

"دوی چې دا ادعا کوي، موږ نه چا عریضې نه دي اخیستي؛ دوی په داسې ورځ راغلي وو چې موږ د جلسې په جریان کې وو؛ هغه موږ نه شو اخیستلای او له دې نه مخکې موږ د ټولو عریضې اخیستي او اعلان موږ اطلاعات او کلتور ریاست ته رسماً استولی هغوی بېرته موږ ته مکتوبي رسمي ډاډ راکړی چې اعلان خپور شوی؛ دا چې نه دی خپور شوی هغه د هغوی کار دی."

د اطلاعات کلتور ریاست په چوکاټ کې د ننګرهار ورځپاڼې مدير مسوول سالک قصبه وال دا مني چې په یوه ګڼه دوه ورځپاڼې چاپ شوي دي؛ خو نوموړی وايي، دا قصدي عمل نه بلکې سهوه ترېنه شوې ده:

"د اعلانونو کار د بل چا دی، د اعلان شعبه يې موږ ته راوړي موږ يې چاپوو دا زموږ تېروتنه ده؛ ځکه درویشتمه ګڼه یو ځل نشر شوې ده؛ بیا په څلرویشتمې ګڼې نور تاریخ هر څه بدل دي؛ یوازې لومړي مخ کې موږ نه تېروتنه شوې."

خو د قراردادي شرکت استازی محمد اسمعيل وايي؛ په دومره موده کې سهوه نه کیږي؛ ولې هغه ګڼه ورځپاڼه دوه ځلې چاپيږي چې په هغې کې د ننګرهار مهم او د سترو قراردادونو اعلانونه خپریږي:

"کله چې داسې یوه غلطي کیږي بیا د ورځپاڼې واله وايي؛ موږ نه غلطي شوې ده، هېڅکله دا غلطي نه کیږي، خو کله چې هغه غټ - غټ قراردادونه چې په هغې کې د غټو خلکو لاس دی که په زورواکی یا د پیسو په زور يې ځان پيژندلی دی؛ نور یو وخت کې هم په ورځپاڼه کې غلطي نه کیږي؛ خو د دې اعلان خپرېدو په وخت کې دوی غلطيږي."

محمد یعقوب وايي، کله چې د قراردادي شرکتونو استازو اړوندو ادارو ته شکایتونه ورکړل؛ د نامعلومو کسانو له خوا ورته د مرګ ګواښونه شوي او ورته ویل شوي چې د دې قراردادونو په تر لاسه کولو يې پریمانه پیسې مصرف کړي او که چېرې دا قرارداد بېرته راګرځي دوی حساب به دوی سره کیږي:

"کله چې موږ پوه شو چې دا داوطلبي په پټه شوې ده؛ د اعلان د خپرېدو مخه نیول شوې موږ ولایتي شورا؛ د فساد پرضد ادارې ته او ولایت ته عریضې وکړې؛ ځینو کسانو راته زنګوونه ووهلو چې موږ په دې قرارداد کې په لکونو ډالره مصرف کړي او که دا راستنیږي نو تاسې ته به ښه نه وي."

په دې ورځپاڼه کې یوازې د سرحدي لوا قرارداد مساله نه ده بلکې د امنیه قومندانۍ او د ننګرهار پوهنتون د ډوډۍ قرارداد هم په همدې یوه ورځپاڼه کې خپاره شوي چې د شرکتونو د مسوولینو په خبره پرته د یوه کس نور شرکتونه ترې ناخبره پاتې شوي.

دوی وايي، که چېرې دا داوطلبي له سره کیږي؛ دوی تيار دی چې له ګټوونکي شرکت نه په ټيټه بیه دغه قراردادونه ونيسي.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG