د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۲

"د درقد ولسوالۍ سقوط، د کوکچې شاوخوا ۷ ولسوالیو سقوط دی"


وروسته له دې چې ګډو افغان قوتونو د کندز په دشت ارچي او خواجه غار ولسوالیو کې خپل چاڼیز عملیات په لاره واچول؛ هم‎مهاله وسله‎والو طالبانو او بهرنیو جنګیالیو د تخار ولایت پر درقد ولسوالۍ خپل بریدییز یرغلونه ترسره کړل.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ساعته نښتو وروسته؛ وسله‎وال طالبان د چهارشنبې په ورځ د درقد ولسوالۍ په نیولو بریالي شول او دولتي ځواکونو له ولسي مرګ ژوبلې څخه د مخنیوي لپاره شاته تګ وکړ.

درقد ولسوالۍ د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار شمال خوا ته پرته ده او د دغه ولایت له مرکز څخه ۹۰ کلیومتره واټن لري. نوموړې ولسوالۍ د آمو سیند ټاپو په منځ کې شتون او له تاجېکستان هېواد سره ګډه پوله لري.

خلک دغې ولسوالۍ ته د تګ راتګ لپاره له لویو او کوچنیو بېړیو څخه کار اخلي او درقد ولسوالۍ د شنو ځنګلونو لرونکې ده.

د تخار ولایتي شورا رییس، عصمت‎الله قرباني ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎وال طالبان په ځانګړي توګه بهرني جنګیالي د درقد ولسوالۍ له نیولو سره؛ هڅه کوي، د تالقان ښار شاوخوا نورې اووه ولسوالۍ هم وګواښي.

هغه زیاته کړې ده: "که په ریښتیا هم د خلکو د ژغورلو لپاره هڅه کوي او که د خلکو امنیت ورته لومړیتوب لري؛ باید ډېر ژر دې تازه دمي ځواکونه راواستوي؛ ترڅو درقد ولسوالۍ چاڼ او پاکه کړي.

درقد ولسوالۍ په بشپړه توګه په ځنګلونو پوښلې ده؛ که چېرې یو ځل طالبان هلته مېشت شي؛ د کوکچې شاوخوا ولسوالۍ نا امنه کېږي او ان د شمال ختیځ ولایتونو امنیت له‎منځه ځي."

ښاغلی قرباني ټینګار کوي چې ډېر ژر باید درقد ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو له فزیکي شتون څخه چاڼ او پاکه شي، کنې نو تالقان ښار به هم د دغې ډلې له ګواښ سره مخ شي.

په ورته وخت کې د تخار د ولایتي شورا غړی؛ صلاح‎الدین برهاني د دولت وسله‎والو مخالفینو د ځپلو لپاره د کوکچې شاوخوا ولسوالیو کې د پوره ځواکونو له نشتوالي څخه سر ټکوي. هغه وايي چې دغه ولایت ته دې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو لپاره لازیات ځواکونه ورواستول شي.

هغه څرګنده کړه: "د همغږۍ نشتوالی او د مرکزي حکومت د همکارۍ نشتوالی؛ د دې لامل شوی دی چې درقد ولسوالۍ سقوط وکړي او د درقد ولسوالۍ سقوط په اصل کې د کوکچې شاوخوا اووه ولسوالیو سقوط دی. خو د اندېښنې ځای دا دی چې مرکزي حکومت د تخار له سیمه‎ییز حکومت سره همغږی نه‎دی او له امنیتي ځواکونو سره جدي همکاري نه‎کوي."

د دې ترڅنګ، د تخار د والي ویاند سنت‎الله تیمور ازادي راډیو ته وايي چې دولتي ځواکونه طالبانو ته دا اجازه نه‎ورکوي چې په ژمي کې د کوکچې په شاوخوا ولسوالیو کې پاتې شي.

ښاغلی تیمور وايي، ډېر ژر د درقد ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف د دولتي ځواکونو عملیات پېلېږي او دولتي ځواکونه په نوموړې ولسوالۍ کې د پراخو عملیاتو د په لاره اچولو لپاره د چمتوالي نیولو په حال کې دي.

ښاغلی تیمور زیاتوي: "د تخار د ټولو ولسوالیو د پاکولو لپاره پیاوړې اراده شتون لري او د درقد ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره جدي تابیاوې نیول شوې دي او په نږدې راتلونکي کې چاڼیز عملیات په لاره اچول کېږي او له شک پرته طالبان هیله لري چې د تخار په غوره سیمو کې ځای ونیسي؛ خو طالبان به هېڅکله هم خپلې دغې هدف ته ونه‎رسېږي."

بلخوا د تخار د والي ویاند وايي چې له درې ورځو راهیسې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو د شړلو په هدف د دولتي ځواکونو ګډ چاڼیز عملیات روان دي او د دغو عملیاتو په ترڅ کې د بهرنیو جنګیالیو په ګدون نږدې ۴۰ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي تیمور وویل چې په دغو عملیاتو کې دوه تنه دولتي ځواکونه وژل شوي او ۱۲ ټپیان شوي دي او ۸۰سلنه خواجه غار ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده او لاتر اوسه هم په نوموړې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات روان دي.

له دې سره هم‎مهاله وسله‎وال طالبان هم ادعا کوي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې یې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تخار ولایت د هېواد په شمال ختیځ کې شتون لري او د هېواد یو له امنو ولایتونو څخه شمېرل کېده؛ خو دغه ولایت په دوو وروستیو کلونو کې د ناامنیو شاهد و او وسله‎والو طالبانو تر ډېره د کوکچې په شاوخوا اوو ولسوالیو کې چې له تاجېکستان هېواد سره ګډه پوله لري؛ ځان څرګند کړی دی.

اجمل آرین - تالقان

XS
SM
MD
LG