د روسیې استخباراتو د چهارشنبې په ورځ د طالبانو او اسلامي دولت یا داعش له لوري پر منځنۍ اسیا د یرغل د خطر په وړاندې خبرداری ورکړ.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د فدرالي استخباراتو د ادارې رييس الکساندر بورتنیکوف وویل، د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په پوله کې د طالبانو چې ځینو یې د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره وفاداري اعلان کړې ده، راغونډېدو د حملې خطر خورا زیات کړی دی.
افغان ژورنالیست او د سیاسي چارو نظرخاوند دانش کړوخېل وايي، فکر نه کوي چې طالبان او داعش په خپل منځ کې جوړ راشي او بیا په ګډه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته تهدید پېښ کړي.
افغانستان د منځنۍ اسیا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره پوله لري او د دغو هېوادونو له لارې د افغانستان ډېره اندازه مخدر مواد روسیې ته قاچاق کېږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان حالات حساس پړاو ته نژدې بللې و او د پخواني شوروي اتحاد پر جمهوریتونو یې ږغ کړی و چې د احتمالي حملې د مخنیوي لپاره اقدام ته ځان تیار کړي.
خو په همدې منځ کې د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی وايي چې روسیه د افغانستان په شمال کې له غیر مسوولو وسله والو سره مرسته کوي.
تردې مخکې ډیلي بیسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و چې مسکو له طالبانو سره پټ تماسونه نیولي او مرستې یې هم ورلېږلي دي.
دانش کړوخېل وايي، ویل کېږي چې ممکن روسیه به د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي چې په دغه هیواد کې د داعش د نفوذ مخه ونیول شي.
ښاغلی کړوخېل وايي چې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې له ډېر پخوا راهیسي شته، خو د عطف نقطه یې په لوګر کې د یوې روسۍ الوتکې له لوېدو او د هغه د پېلوټ له نیول کېدو وروسته وه.
د ده په وینا پاکستان هم له روسیې سره د طالبانو د اړیکو په جوړولو او د روسیې د مرستو په جلبولو کې رول لرلی دی.
تر دې پخوا د ایران په اړه هم ویل شوي و چې په فراه کې یې د داعش په وړاندې له طالبانو سره مرسته کړې ده.