په تېرو دېرشو کلونو کې په نړۍ تر ټولو زورزو زلزلو په لګونو خلک وژلي او په میلیونو نور یې په بې کوره کړي دي.
نیپال: د ۲۰۱۵ کال د اپریل په ۲۵ د ریښتر په کچه ۷،۸ درجې زلزلې په نیپال کې شاوخوا ۸۹۰۰ کسان ووژل او تقریباً نیم میلیون یعنې پنځه لکه کورونه یې وران کړل.
ایران: د ۲۰۱۲ کال د اګست په ۱۱مه د ایران تبریز ښار ته نژدې دوو زلزلو چې د هرې یوې اندازه یې د ریښتر په کچه ۶،۳ او ۶،۴ وې؛ ۳۰۶ تنه ووژل او پر مالي زیانونو سربېره د دغو زلزلو له امله له درې زرو زیات کسان ټپیان شول.
جاپان: د ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۱۱مه د هغې څونامي له امله چې شاوخوا ۱۸۹۰۰ کسان ووژل شول؛ د سمندر په تل کې یوې زرورورې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۹ ثبت شوې؛ راپور ته کړی و. دغې څونامي د چاپان د فوکوشیما اټومي دستګاه هم ویجاړه کړه.
ترکیه: د ۲۰۱۱ کال د اوکتوبر په ۲۳مه د ریښتر په اندازه ۷،۲ درجې زلزلې د ترکيې ختیځې برخې ولړزولې چې له امله یې له ۶۰۰ زیات کسان مړه او له څلورزرو زیات ټپیان شول.
هایتي: د ۲۰۱۰ کال د جنوري په ۱۲مه یوې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په اندازه ۷ درجې ثبت شوی؛ له دوه نیم لکو څخه تر درې لکو پورې کسان ووژل.
چین: د ۲۰۱۰ کال د اپریل په ۱۴مه د چېن په شمال لویدیځ کې ۶،۹ درجې زلزلې شاوخوا درې زره کسان ووژل.
چین: د ۲۰۰۸ کال د می په ۱۲مه بیا هم د چېن جنوب لویدیځ ۸ درجې زلزلې ولړزاوه چې له امله یې له ۸۷ زرو زیات کسان ووژل شول یا تري تم شول.
انډونیزیا: د ۲۰۰۶ کال د می په ۲۷ مه د انډونیزیا په یوګیاکارتا سیمه کې زلزلې ۶ زره کسان ووژل او یونیم میلیون کسان یې بې کوره کړل.
پاکستان: د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر په اتمه د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت او د دې هېواد ترکنټرول لاندې کشمیر کې زلزلې له ۷۵ زرو زیات کسان ووژل او شاوخوا درې نیم میلیون وګړي یې له خپلو سیمو بې ځایه کړل.
د دغې زلزلې شدت د ریښتر په اندازه ۷،۶ ثبت شوی دی.
انډونیزیا: د ۲۰۰۵ کال د مارچ په ۲۸مه د انډونیزیا په سوماترا ټاپو کې زلزلې نهه سوه کسان ووژل.
د انډونیزیا په ګډون د هند په سمندر کې: د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر په ۲۶ د هند د سمندر په تل کې زلزلې چې د انډونیزیا د سوماترا ټاپو غاړې یې وځپلې؛ په انډونیزیا کې د ۱۸۶ زره کسانو په ګډون په ځپل شویو سیمو کې یې شاوخوا ۲۲۰ زره کسان ووژل.
ایران: د ۲۰۰۳ کال د ډسمبر په ۲۶مه د ریښټر په اندازه ۶،۷ زلزلې د ایران په بم ښار کې نژدې ۳۲ زره کسان ووژل او اتلس زره نور یې ژوبل کړل.
هند: د ۲۰۰۱ کال د جنوري په ۲۶مه زلزلې چې قدرته یې ۷،۷ و؛ د هند په ګجرات ایالت کې ۲۵ زره کسان ووژل او ۱۶۶ زره نور یې ټپیان کړل.
هند: د ۱۹۹۳ کال د سپټمبر په ۳۰ د هند په لویدیځ موهارشترا ایالت کې زلزلې شاوخوا ۷۶۰۰ کسان ووژل.
هند: د ۱۹۹۱ کال د اکتوبر په ۲۰ د هند اتراپرادیش ایالت کې زلزلې چې قدرت یې ۶،۶ ثبت شوی، ۷۶۸ کسان ووژل.
نیپال: د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۲۰ یوې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په اندازه ۶،۸ ثبت شوې، د نیپال ختیځه برخه ولړزوله چې په څنګلوري د هند په بیهارایالت کې یې لږترلږه ۲۷۷ کسان ووژل.