د افغانستان د ژغورنې د سیاسي مدني ایتلاف د مشورتي غونډې ګډون وال وايي؛ په هېواد کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت له یوې نه بلې ته خرابیږي او خلکو ته په کار ده چې یوموټي شي؛ څو د روانو ستونزو حل ته یوه لاره غوره کړي.
د افغانستان د ژغورنې د سیاسي مدني ایتلاف مشورتي غونډې ګډون وال وايي؛ حکومت نه دی توانیدلی چې په هېواد کې سیاسي؛ اقتصادي او امنیتي ستونزو ته رغنده پالیسۍ او پروګرامونه ترتیب او پلي کړي.
د یادې مشورتي غوڼدې وینا والو وویل چې په هېواد کې ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او سازمانونو ته په کار ده چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو سره؛ یوموټی شي او روانو ستونزو ته د حل لارې غوره کړي.
د افغانستان د مدني ټولنو د فدراسیون ريیس صدیق انصاري وویل؛ په هېواد کې له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې حکومتونو ونه شول کړای چې په هېواد کې سوله ټینګه او د خلکو په ژوند کې بدلون راولي:
((هرڅوک چې د بالغ فکر او عقل خاوندان دي؛ د ملت سرنوشت له لېوانو څخه وژغورئ؛ ټول په دې پوهیدلي یو چې په افغانستان کې روانه جګړه افغاني نه ده؛ دا تپل شوې بهرنۍ جګړه ده، راځئ د دې د ختمولو لپاره ټول سره یوځای شو.))
دا غونډه چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د مدني ټولنو د فدراسیون په ابتکار جوړه شوې وه؛ د مختلفو سیاسي ګوندونو، سازمانونو او مدني ټولنو استازیو په کې برخه اخیستې وه.
د غونډې ځینو وینا والو ویل، افغانستان نن سبا د ځینو بهرنیو ملکو د جګړو په یوه داسې میدان اوښتی چې قربانیان یې افغانان دي؛ خو ګټه يې نورو ته رسیږي.
دوی د ملي یووالي پرحکومت انتقادونه هم وکړل او ویې ویل چې د حکومت مشران ترډېره ځایه په سیاسي جوړجاړیو اخته دي او د ملت ستونزې یې له پامه غورځولي دي.
د مدني ټولنو د فدراسیون مسوولینو دا هم وویل؛ له سیاسي ګوندونو، سازمانونو او مدني ټولنو سره به د دوی مشورتي غونډې ترهغې دوام وکړي چې ملت ته د هېواد د ابادۍ ذهنیت ورکړي.
په عین وخت کې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت چارواکي په هېواد کې روانې ستونزې مني خو وايي چې د سیاسي؛ اقتصادي او امنیتي وضعیت ښه کولو ته یې هڅې جاري ساتلي دي.
د افغان حکومت د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل؛ د ملي یووالي حکومت په یوه کال کې لاسته راوړنې لري او دغه لاسته راوړنې مخ په پراخېدو دي:
((حکومت په تېر یوه کال کې د خلکو د غوښتنې له مخې په خپلو کارونو ښايي فعالیت نه وي کړی؛ خو لاسته راوړنې یې هم لرلي دي؛ خصوصاً په بهرنۍ پالیسۍ کې.
همدارنګه په اقتصادي او نورو برخو کې کارشوی دی؛ خو له دې سره - سره په هره چاره کې د خلکو مرستې ضروري دي؛ هیله ده خلک د حکومت ملاتړ وکړي.))
پر افغان حکومت د مدني ټولنې، سیاسي ګوندونو او سازمانونو انتقادونه په داسې حال کې کیږي چې افغان حکومت د هېواد پر ټولو خلکو او سیاسي او مدني بنسټونو غږ کړی چې د هېواد په چارو کې دې خپلې مشورې له حکومت سره شریکي کړي.
کارپوهان وايي، حکومت ته په کار ده چې د هېواد د روان نامناسبه وضعیت د ښه کولو لپاره؛ د خلکو مشورې خپلې کړي.
راپور: خان محمد سیند