د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د پاکستان په جيکب اباد کې د عاشورا پر مراسمو انتحاري حملې ٢٢ کسان ووژل


د پاکستان د سند ايالت په جيکب اباد ښار کې د شيعه ګانو د عاشورا د مراسمو پر مهال ځانمرګى بريد شوى چې ګڼ شمېر خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جيکب اباد د ځايي دولتي چارواکي په وينا؛ دا حمله د شنبې په شپه ناوخته د دې ښار د کويټۀ روډ په لاشاري محله کې د شيعه ګانو پر جلوس شوې چې په نتيجه کې يې تر دې دمه لږ تر لږه ٢٢ کسان مړه او تر ٤٠ زيات تپيان شوي دي.

د چارواکيو په خبره، د پېښې په مړو او ټپيانو کې ګڼ شمېر ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي او زياتوي چې ټپيان يې د جيکب اباد او لاړکانې بېلابېلو دولتي او شخصي روغتونونو ته لېږدولي چې د ډېرو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

که څه هم تر حملې وروسته امنيتي چارواکيو د بريد د څرنګوالي په اړه متضادې ادعاوې کولې؛ خو د پوليسو يوه ځايي مشر ظفر ملک پاکستاني رسنيو ته ويلي چې دا ځانمرګى بريد دى او د پېښې له ځاى څخه يې د مشکوک ځانمرګي بريدګر پاتې شوني هم ترلاسه کړي دي.

د جيکب اباد ښار د دولتي روغتون مشر ډاکټر الطاف وګن د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل چې يواځې د دوى روغتون ته ١٥ مړي او ګڼ شمېر ټپيان ور وړل شوي دي:

((تراوسه پورې زموږ روغتون ته ١٥ مړي او د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ټپيان راوړل شوي دي چې د هغوى له ډلې د ١٠ روغتيايي وضعيت ښه نه و او موږ بل روغتون ته ولېږل.))

په عين حال کې د سند ايالت د صحت ايالتي وزير ممتاز جاګهراني له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په جيکب اباد کې تر انتحاري حملې وروسته زرګونه کسانو احتجاج کړى او له پوليسو او روغتيايي چارواکيو سره يې نښتې هم شوي دي:

((دا مهال ځينې ټپيان په شخصي روغتونونو کې تر درملنې لاندې او مرګوني ټپيان مو د لاړکانې او کراچۍ روغتونو ته لېږدولي. دلته وضعيت ډېر خراب دى، خلک ډېر زيات جذباتي شوي او شاوخوا اته - نهه زره کسان د اعتراض په ډول روغتون کې راغونډ شوي او له پوليسو او ډاکټرانو سره يې اخ و ډب هم شوى دى چې په نتيجه کې د ټپيانو درملنه له خنډ سره مخ شوې.))

دا په تېرو دوو ورځو کې په پاکستان کې پر شيعه ګانو دويم خونړى بريد دى.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان په بولان سيمه کې هم د شيعه ګانو پر امام بارګاه ځانمرګى بريد شوى و چې لږ تر لږه ١٢ کسان په کې مړه او ګڼ شمېر نور په کې ټپيان شوي وو.

په عين حال کې په پاکستان کې د مجلس وحدت المسليمن په نامه د شيعه ګانو سرتاسري تنظيم وروستي بريدونه غندلي او پر پوليسو او نورو امنيتني ځواکونو يې نيوکې کړي چې په محرم کې د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي دي.

د پاکستان ولسمشر او صدراعظم نواز شريف او نورو چارواکيو په جيکب اباد کې د شيعه ګانو پر جلوس بريد غندلى او د پېښې د بېړنيو تحقيقاتو امر يې کړى دى.

له بلې خوا بيا د سند ايالت اعلى وزير سيد قايم علي شاه امنيتي چارواکيو ته لارښوونه کړې چې د عاشورا د مراسمو د امنيت لپاره دې لا نور جدي اقدامات وکړي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان کې هر کال د محرم په ورځو کې کلک امنيتي تدابير نيول کېږي؛ خو سربېره پر دې هم د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې مذهبي تاوتريخوالى په نتيجه کې پر شيعه ګانو بريدونه کېږي چې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG