د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

بلوچستان: د شيعه ګانو پر امام بارګاه انتحاري بريد ١٠ تنه وژلي


پرون د بلوچستان په کېچ سيمه کې د شيعه ګانو د يوې امام بارګاه مخې ته په چاودنه کې د شپږو ماشومانو په شمول لس تنه وژل شوي او دوولس نور ټپيان شوي دي. امنيتي چارواکي وايي دغه ځانوژونکى بريد وو چې وايي يوه اتلس کلن هلک د ښځو په چادري کې کړى دى. مسووليت يې تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.

د پنجشنبې په ماښام د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته په شاوخوا درې سوه کيلوميټرۍ کې د کچې ضلعې په «چلګري» نومي ځاى کې د شيعه مسلمانانو د امام بارګاه مخې ته چاودنه وشوه چې د پوليسو په وينا ځانوژونکى بريد وو او په نتيجه کې يې شاوخوا پينځويشت کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سيمې لېويز پوليس وايي چاودنه د ماښام د لمانځه پر مهال په داسې حال کې وشوه چې ښځې امام بارګاه ته ننوتلې او کېداى شي چې حمله کوونکي د ښځو چادري اغوستې وي او ځان يې هملته چوولى وي. وايي د چاودنې له ځايه يې د يوه ځوان سر هم تر لاسه کړى چې وايي اتلس کلن مالومېږي او کېداى شي همدا ځانوژونکى وي.

د عيني شاهدينو په وينا د سيمې په دولتي روغتون کې هيڅ اسانتياوې نه شته او د پېښې ځاى ته يواځې ايمبولانس ورغلى وو، ځکه نو مړي او ټپيان ډېر په ځنډ سره روغتون ته وړل شوي دي.

د بلوچستان د داخله چارو وزير مير سرفراز بګټي رسنيو ته ويلي چې په چاودنه کې لس تنه وژل شوي چې په هغوى کې شپږ ماشومان او ښځې هم شاملې دي، وايي د ځينو ټپيانو حالت ښه نه دى او کېداى شي د وژل شويو کسانو شمېر زيات شي:

«دا ډېره د تاصف وړ پېښه ده او د ترهګرۍ په دې پېښه کې لس تنه وژل شوي دي چې په هغوى کې شپږ ماشومان شامل دي او دوولس کسان پکې ټپيان شوي هم دي، د بلوچستان حکومت به د ترهګرۍ په ضد جګړې ته دوام ورکوي او دغه جګړه به ضرور يوه منطقي انجام ته رسوو»

د دې ځانوژونکي بريد عيني شاهدين وايي، ځانوژونکي د ښځې په چادري کې ځان پټ کړى وو او هڅه يې کوله چې امام بارګاه ته دننه ورشي او ځان د شيعه ماتم کوونکيو په منځ کې و چوي، خو امنيتي پوليسو يې مخه ونيوله او ده ځان هملته له دروازې سره والوځاوه.

د دې ځانوژونکي بريد مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو تر دې وړاندې چې په بلوچستان کې پر شيعه مسلمانانو په وار- وار بريدونه شوي او سلګونه کسان پکې وژل شوي دي، مسووليت يې تل سني وسلوالې ډلې لښکر جنګوي پر غاړه اخيستى دى.

دا په يوه اوونۍ کې په بلوچستان کې دويمه چاودنه ده، د تېرې دوشنبې په ماښام هم د کوټې پر سرياب سړک په ښاري بس کې چاودنه شوې وه چې د دوو ماشومانو په شمول يوولس تنه پکې وژل شوي او دوه ويشت تنه پکې ټپيان شوي وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG