افغان امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت د باباجي په سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد ځوابي عملیات پیل کړي دي.
د باباجي سیمه، د ولایت له مرکز لښکرګاه څخه شاوخوا ۱۰ کیلومتره لېري ده؛ خو د لښکرګاه ښاروالۍ برخه ده.
سیمې ته د ملي اردو سرتېري او خاص افغان ځواکونه استول شوي دي.
د هلمند امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي چې د باباجي په سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو د دولت وسله والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ده همداراز وویل چې په دې جګړه کې د طالبانو یو بل مهم قوماندان ملا غني هم وژل شوی دی.
د لشکرګاه ښاریان تشویش لري چې ممکن جګړه ښار ته وغځېږي او هغسې حالت رامنځته شي چې په کندوز کې پېښ شو.
د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د لوېدو په نتیجه کې د دغه ښار په سلګونو ملکیان ووژل شول یا ټپیان شول؛ کورونه او د ښار عمومي تاسیسات ونړېدل؛ دوکانونه او تجارتي مرکزونه لوټ شول.
د لښکرګاه اوسېدونکي وايي چې د ډزو غږ اوري؛ خو امنیه قوماندان ښاریانو ته ډاډ ورکوي او وايي چې امنیتي ځواکونه به هیڅکله مخالفان پرې نږدي چې د ښار لور ته پرمختګ وکړي.
په هلمند کې د مدني ټولنې ريیس سردار محمود همدرد تاییدوي چې ښاریان اندېښمن دي:
ښاغلی همدرد په عین حال کې وايي چې پرونیو عملیاتو او د هغو په نتیجه کې له طالبانو څخه د یو شمېر سیمو بېرته نیولو وضعیت بدل کړی دی.
ده دا اوازې رد کړې چې ګنې خلک تر دې حده تشویش لري چې له ښاره په وتلو دي ځکه چې د ده په وینا؛ د ښار په شاوخوا کې د افغان امنیتي ځواکونو کمربندونه پیاوړي دي.
خو د باباجي په سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ درنه جګړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې.
د دې سیمې یوه اوسېدونکي حاجي بابا وویل چې د جګړې له کبله ګڼ شمېر ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.
د ده په وینا، په لارو کې مړي پراته دي او دوی یې له لارو نه شي لېرې کولی؛ ځکه چې طالبانو ماینونه ایښي دي.
حاجي بابا وايي چې طالبانو د سې شنبې په ورځ د باباجي سیمه ونیوله؛ په پیل کې یې لس کسیزې ډلې سیمې ته راغلې؛ وروسته په سلګونو طالبان دې سیمې ته ورغلل او د خلکو د کورونه په شاوخوا کې یې دهشکې او راکټونه ځای پر ځای کړل.
د باباجي د سیمې یوه ډاکتر چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي؛ وویل چې له دې ښارګوټي شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ تښتېدلي دي.