د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې د غورماچ ولسوالۍ امنیه قومندان له ۱۸ پولیسو سره یوځای د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د فاریاب امنیه قومندان مل پاسوال سیداقا نن ازادي راډیو ته وویل چې د غورماچ امنیه قومندان عبدالمجید ګلیم بافي او ملګري یې تر دوو ورځو جګړو او مقاومت وروسته د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلل.
امنیه قومندان وویل په دغه ولسوالۍ کې د تیرو دوو ورځو په نښتو کې لس افغان سرتیري هم وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې تازه دمه ځواکونه له مرکز څخه دغه ولایت ته رسیدلي دي او ټاکل شوې چې د غورماچ ولسوالۍ د امنیت د ټینګښت په هدف پراخ عملیات پیل شي.
وسله والو مخالفانو درې ورځې مخکې پر غورماچ ولسوالۍ حمله وکړه چې د دې ولسوالۍ د ودانۍ تر سوځولو وروسته بیرته له ولسوالۍ څخه ووتل.
که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند زبیرصدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د غورماچ حمله دوی کړې ده.